وزیرانو شورا پرېکړه وکړه، چې د برېښنا تذکرو ازمایښتي وېش به د زمري میاشتې په ۲۸ ( دازادۍ ورځ) پيل شي.
وزیرانو شورا دغه پرېکړه پرون د (اګست په ۳مه) وکړه، د دې پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده، چې د برېښنايي تذکرو د پیل لومړی پړاو به له پلازمېنې او دویم پړاو پیل به له ولایتونو نه وشي.
د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو له خوا وزیرانو شورا ته وړاندې شوه.
د دې وړاندیز پر بنسټ د ازمایښتي وېش په مرحله کې د ستونزو رامنځته کېدل به د دویم پړاو لپاره سمون رامنځته کړي.
په تذکرو کې د دین او ملت راوړل له جنجالي مواردو څخه وو، چې له زیاتو بحثونو وروسته د یادو تذکرو د وېش ازمایښتي لړۍ پیل شوه.
د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکرو کې د تابعیت ذکر د ولسمشر او ملي شورا په پرېکړو پورې اړه لري.
د پارلمان د تصویب له مخې د ټبر نوم په برېښنايي تذکره کې نه راوړل کېږي او دغه معلومات او ځانکړتیاوې د سترګې او ګوتې له انځور سره د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو په مرکز کې ثبتېږي.
جرګې پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکرو کې دې دین ذکر شي.
له دې وړاندې نړیوالو او ملي بنسټونو اندېښنه درلوده، چې ښايي د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر به پیل نه شي.
څه وخت وړاندې نړیوالو مرستندیانو خبرداری ورکړی و، چې د برېښنايي تذکرو د نه وېش په صورت کې به له دې ادرې سره ټولې مرستې وتړي.





