
د غزني والي محمد امان حمیم د دغه ولایت له قومي مشرانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د غزني په ښارونو او کلو په جوماتونو کې د طالب قاضیانو له حضور نه او دوی ته د خلکو مراجعه کولو له امله اندېښنه وښوده او له دغو مشرانو يې و غوښتنه وکړه، چې د دغې ستونزې په حل کې باید له ولایت سره مرسته وکړي.
والي زیاته کړه، لکه څرنګه، چې ځايي اوسېدونکي له ولایت څخه د بیا رغونې او امنیت د ټېنګښت غوښتنه لري، نو د داشان غوښتنو په بدل کې بیا اوسېدونکي هم له حکومت سره د همکارۍ په برخه کې مسوول ګڼل کېدی شي.
هغه وویل، چې " همدا ستاسو زامن دي، چې د نورو اوسيدونکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې مرسته کوي" د دې په بدل کې، چې دوی د بیا رغونې امنیت ټينګوي "تاسو څه کولی شئ؟ زه اورم، چې په ځينو جوماتونو کې طالب قاضیان شته."
له بل لوري په ولايتي شورا کې د غزني د خلکو استازی حمیدالله سروري د والي د څرګندونو په هکله وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د عامو خلکو د دوسيو په باب د دولتي ارګانونو بې پروايي، اداري فساد او نورې ناغيړۍ د دې لامل شوي، چې عام خلک د طالبانو محکمو ته مراجعه وکړي.
هغه زیاتوي، که چېرې دولت په عدلي او قضايي ارګانونو کې په جدي توګه د اداري فساد مخه ونیسي، نو هيڅکله به هم عام خلک د دولت بدیل د پېداکولو تکل و نه کړي.
د هغه په خبره که قانونمند او خپلو ژمنو ته وفادار و اوسو، نو د غزني خلک به هم دولتي ارګانونو ته مراجعه کوي.

د هغه په خبره اوسمهال د یو قبالې د جوړولو له پاره باید یو شخص ۳ میاشتې وګرځي.
د سروري په وينا، په دې وروستيو کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تجارت روان دی.
همدارنګه د غزني يو تن قومي مشر زین الدین وايي، چې ښاریان د خپل حق د ترلاسه کولو له پاره مجبور دي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې سلګونه زره افغانۍ بډې ورکړي.
د هغه په خبره، خو طالبان بیا په هماغه مهال د دوی دوسيو ته رسېدنه کوي او ستونزې يې حلوي.
هغه والي ته داسې ویلي:
" ګورئ والي صیب! طالبان ټولو کارونو ته رسېدګي کوي او پرته له پېسو او واسطو موضوع یو طرفه کوي، خو ستاسو حکومت ته، چې غوږ ونیسو توبه اوباسو او تېريږو ترې، په ۵۰۰ زرو باندې یوه دعوا تماميږي. "

خو د غزني ولایت د محکمې رییس بیا د خلکو په دوسيو کې د فساد يواځنی لامل د قومي مشرانو او سپین ږيرو لاسوهنې بولي.
د غزني د محکمې رییس عبدالرشید عابد وايي، چې په محکمو کې هغه خلک دعوې زیاتې کوي، چې خپله محکوم دي.
هغه په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد شتون په کلي ډول ردوي او زیاتوي، که چېرې یوه قضیه له درېيو محکمو تېره شي، نو عدالت په بشپړه توګه تامنېدای شي.
د یاد ولایت د محکمې رییس پر خبره، ځينې خلک دي، چې خپله له مجرم څخه د دفاع په هدف قانون تر پښو لاندې کوي.
د غزني د محکمې رییس د دغې ادارې پر تېرو کړنو نه غږيږي، خو ژمنه کوي، چې د خلکو منطقي او مستند شکايتونو به په جدي ډول رسېدنه وکړي.





