
د ولسي جرګې ځېنې غړي اندېښنه لري، چې په دې ورستیو کې په کابل ښار کې جنايي پېښې زیاتې شوي او دغه پېښې دوی ته د زغملو وړ نه دي.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، چې په کابل ښار کې هره ورځ لسګونه جنايي پېښې کېږي او په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنه زغملی نه شي.
مېرمن کوفي د اباسین ځاځي قتل ته په اشارې سره وویل، چې جنايي جرمونو د خلکو رواني امنیت له منځه وړی او زیاته یې کړه، د کورنیو چارو وزارت دنده لري، چې په دې برخه کې جدي تدابیر په پام کې ونیسي.
په ولسي جرګه کې د جنايي پېښې په اړه د ۱۴کلن اباسین له وژلو وروسته نیوکې را پورته شوې.
اباسین شاوخوا ۵ میاشتې مخکې د انسان تښتوونکو له خوا د کابل ښار د "کارته نو" په سیمه کې وتښتول شو او له څو میاشتو وروسته تښتونکو وواژه.
د ولسي جرګې بلې غړې نظیفه ذکي په دې اړه وویل، چې د قانون نه عملي کول او د بخښنې فرهنګ د تښتوونکو او د جنايي جرمونو د زیاتېدو لامل شوي دي.
ذکي له حکومته وغوښتل، چې د اباسین قاتلین دې ونیسي او عام محضر کې دې د کړو عملونو سزا ورکړي.
په ورته وخت کې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود نن (شنبه اپريل ۳۰ مه) د مجاهدینو د بري د ۲۴ کلیزې په مناسبت کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د امنیت ګډوډولو او انسان تښتونکو ته دې جدي سزاوې ورکړل شي.

مسعود زیاته کړه، که حکومت په ټاکل شویو برخو کې انسان تښتونکي اعدام کړي، بل هیڅوک به د داسې کارونو جرات و نه کړي.
په ورته وخت کې نن ځېنې مدني فعالانو د وژل شوي ماشوم اباسین د قاتلینو د نیولو او د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
دغو فعالانو له حکومته وغوښتل، چې د اباسین د قتل دوسیه دې له قانون سره سم وڅېړي او رسنیو ته دې دا اجازه ورکړل شي، چې د دې دوسیې له پیل تر پایه ټولې خواوې خلکو ته وښيي.
دوی د کابل ښار امنیتي مسوولین په بې غورۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، چې هر ځل امنیتي مسوولین له پېښې وروسته عمل کوي او نه شي کولای، چې پېښې په هسته کې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان وايي، چې د اباسین د وژل کېدو په تړاو یې تر اوسه ۱۴ تورن کسان نیولي دي.
عبدالرحمان رحمان وایي، چې په هغه امنیتي حوزه کې چې اباسین تښتول شوی و، د حوزې د امر او د نورو مسوولو چارواکو دندې به وځنډول شي او د څېړلو له پاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.





