
د افغانستان د ژورنالېستانو شورا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کلني ریپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، ۹۵ کال کې د خبریالانو په وړاندې د دولت له خوا ۲۴۷، د وسلهوالو مخالفینو له لوري ۱۶۴ او د خپل سرو وسله والو ډلو له لوري ۲۲ د تاوتریخوالي او ګواښلو پېښې ثبت شوي دي.
غونډې ته د افغانستان د ژورنالېستانو شورا رییس حفیظ الله بارکزي وویل، ډېر وخت په خپله رسنۍ د خبریالانو د ځورونې لامل شوي، چې په تېر ۹۵ کال کې د رسنیو له لوري د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ پېښې ثبت شوي دي.
بارکزی وايي، د رسنیو له خوا د خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي پېښو کې د امنیتي مسوولینو له خوا د خبریالانو وهل او خبریالانو ته د معاشونو نه ورکول شامل دي.
حفیظ الله بارکزی وايي، تېر کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو کچه لوړه وه او لامل یې هم د ملي یووالي حکومت د مشرانو له خوا خبریالانو سره دوه ګونۍ چلند دی.
په ریپوټ کې ویل شوي یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه ډېره راټیټه ده او یو شمېر نورو کې دا کچه بیا ډېره لوړه ده.
د افغانستان د ژورنالېستانو شورا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې کار کوي.

د افغانستان د ژورنالستانو مسوولین وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ورستیو کې له خبریالانو سره دوه ګونی چلند کوي.
دوی وایي، ارګ نړیوالو رسنیو ته پوره معلومات خو سیمه ییزو رسنیو ته بشپړ معلومات نه ورکوي.
دوی د ولسمشر ورستي چلند ته، چې د خبري غونډې پر محال یې د یوې رسنۍ له خبریال سره وکړ وایي، ولسمشر او د هغه ویاندویان په دې کارونو سره دا په ډاګه کړه چې د وینا ازادۍ ته ژمن نه دي.
د غونډې په اخر کې د افغانستان د ژورنالستانو د شورا له لوري یو پرېکړه لیک ولوستل شو.
پرېکړهلیک کې راغلي و د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ورستیو خبرو ته په کتو سره باید هغه یا له دندې لرې او یا یې هم دنده وځنډول شي او قانون ورباندې پلي شي.
دوی وایي، که چېر ته دغه کار ونه شي دوی به یې پر ضد اعتراض ته دوام ورکړي





