سناتورانو په دې وروستيو کې د بېلابېلو وسله والو بريدونو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو له پوځي او چاڼيزو عملياتو ستاینه وکړه.
دوی وايي، چې اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه هر ډول وسله وال بريدونه په خورا مسلکي توګه مهار کولی شي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار او یو شمېر نورو وکیلانو د مشرانو جرګې په عمومي غوڼده کې د هېواد امنیتي ځواکونو سرښندنه، جګړیزې وړتیاوې وستایلې.
فضل هادي مسلمیار وویل، چې د امنیتي ځواکونو سرښندنه او جګړه ییز مرال د ویاړ او استاینې وړ دي.
نوموړي زياته کړه هغه سیمې، چې افغان امنیتي ځواکونه د سر په بیه له وسله والو طالبانو له شتونه پاکوي حکومت باید هلته امنیتي پوستې جوړې کړي، ځکه د نوموړي په وينا د تش پاتې کېدو په صورت کې وسله وال مخالفين بیا نفوذ کوي.
د ويلو ده، چې همدا نن هم په بغلان ، کندهار، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړې روانې دي.
د جرګې غړي ډاکترفیصل سمېع وویل، چې په بغلان کې دامنیتي ځواکونو له عملیاتو یې څارنه کوله، د ده په وینا دغه عملیات په ډیره مسلکي او ښه توګه ترسره شول.
په همدی حال کې د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون مشر نادر بلوچ هم د امنیتي ځواکونو د کړنو ستاینه کوي او زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونه د لوړې روحیې خاوندان دي اومسلکي وړتیا وې یې هم ښه شوي دي.
د هوا په تودیدو سره وسله وال طالبان د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې بریدونه زیاتو،ي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
سږ کال هم د جګړې موسم له پېلېدو سره سم وسله والو طالبانو پسرلني عملیات د عزم په نوم اعلان کړ.
خو پر وړاندې يې افغان امنیتي ځواکونو هم د وسله والو پر خلاف په ۱۲ ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي.
په دغو عملیاتو کې چې په هرات، کندوز، فراه، کندهار، بدخشان، هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو کې ترسره شوي؛ وسله والو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو بل لورې بیا وسله والو طالبانو هم په وار وار سره دعوه کړې چې امنتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو افغان چارواکي دا ردوي او زیاتوي چې په ورستيو جګړو کې دافغان ځواکونو د تلفاتو کچه ټېټه ده.





