د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې یواځې د هلمند بغران او دیشو، د زابل خاک افغان او د غزني ولایت ناوه ولسوالي د دولت د مخالفانو په لاس کې ده.
افضل امان د ملي دفاع وزارت عملیاتي برخې رییس نن د (جولای په ۳۰مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د کندوز ولایت دشت ارچي، چهاردره او هلمند نوزاد ولسوالي په موقت ډول د دولت مخالفانو په لاس کې وي، چې بیاځلي د امنیتي ځواکونو نیولي دي.
له دې وړاندې د نوزاد ولسوالۍ سقوط راپورنه خپاره شول، خو امان د دغې ولسوالۍ د بشپړ سقوط موضوع رد کړه او ویې ویل، چې په نوزاد، قلعه زال، چهادره، دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې استازي نقیب الله فایق سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ دوه کلي نیولي دي.
نوموړ وايي، چې قیصار ولسوالۍ بازار ته په نېږې واټن کې ارکلیک او اقتاش کلي د طالبانو لاسته ورغلي دي.
فایق زیاتوي، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه د فاریاب ولایت په قیصار، المار، دولت اباد، ګرزیوان او خواجه سبزپوش په ولسوالیو کې درنه جګړه روانه ده.
له بل لوري د ملي دفاع وزارت عملیاتي مسول وايي، چې د حکومت وسله والو مخالفانو پروګرام درلود، چې د هېواد مهمې او امنې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي، خو د امنیتي ځواکونو د سخت غبرګون له مله ورته درانه تلفات واوښتل.
افضل امان وايي، چې په دې وروستیو کې "دښمن" د هېواد د ټولو برخو د ناامنه کولو په لټه کې و.
امان وايي، چې امنیتي ځواکونو د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره پلان لري.
په ورته وخت د نظامي چارو شنونکي د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پر تګلاره نیوکه کوي.
د نظامي چارو پوه عتیق الله امرخېل سلام وطندار ته وویل، چې په تېرو څلورو میاشتو کې وسله والو طالبانو په هغو ولسوالیو کې مات شول، چې نیولې یې وې.
دی وايي، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې کافي غبرګون نه درلود.
امرخېل زیاتوي، که طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې مات شوي وی؛ نو اوس به د افغانستان سیمې ناامنه نه وی.
جنرال امان وايي، چې د ملي اردو ځواکونو په ۴ میاشتو کې ۵۶۶ چاڼیز او ۱۰۰ تکیکي عملیات د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر مخ وړي دي.
دی وايي، چې دې عملیاتو کې ۴۱ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ نه ژغورلي دي.
د ده په خبره، د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۷۰۰ طالبان اسیر نیول شوي او په سلګونو نور وژل شوي دي.





