
د هرات امنیه قوماندان امینالله امرخېل وايي، درېیوو ترهګرو تېر ماښام شاوخوا ۶ نیمې بجې په شپږمې امنیتي حوزې برید وکړ چې له دوه ساعته جګړې وروسته ۵ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
ښاغلي امرخېل وویل، د شپږمې امنیتي مخې ته یې له چاودېدونکیو توکو ډک موټر هم نیولی او د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړېدي.
د ده په خبره، له دوه ساعته نښتې وروسته سیمه له وسلهوالو پاکه شوه.
هاخوا د هرات حوزوي روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي وايي، لهدې پېښې ۵ وژل شوي او ۴ ټپیان وروړل شوي.
د هغه په وینا، وژل شویو کې د ګذر یو وکیل، یو ماشوم، دوه پولیس او یو نامعلوم شخص شامل دی، همداراز د شپږمې امنیتي حوزې امر په ګډون ۴ تنه ټپیان دي.
د هرات ښار شپږمه حوزه د رنګینه پُل ته څېرمه له ګڼې ـ ګوڼې ډکه سیمه کې موقعیت لري.





