معترض څارنوالان وايي، په ارګ کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان په لويه څارنوالۍ کې خپل کسان پر دندو وګوماري.
دغه معترض څارنوالان، چې شمېر یې تر ۲۰۰ تنو رسېده نن شنبه (د ۲۰۱۵م زيږدیز کال د مارچ په ۱۴مه) کابل کې د لويې څارنوالۍ څخه تر ملي شورا پورې لاریون وکړ.
څارنوالان د یو لاريون په ترڅ کې وویل، چې په ارګ کې ځينې د څارنوالۍ یوشمېر کارکوونکي د ازموینې په پلمه له دندې ګوښه کوي او پر ځای يې خپل غېر مسلکي کسان ګوماري.
معترض څارنوالان وایې، چې ارګ د لویې څارنوالۍ د ۴۰۰ مامورینو نوملړ په دې موخه د ازموینې اخیستو له پاره لیږلي، چې یاد کارکوونکي څوارلسم پاس یا هم غیرمسلکي دي او په دې پلمو يې له دندو ګوښه کړي.
څارنوال شمس الحق مولوي زاده د ولسمشر اشرف غني په حقوقي سلاکار تور پورې کوي، چې نوموړی غواړي د سیاسي، قومي او سمتي تبعیض له امله ترسلو زیات داسې کسان پر دندو وګماري، چې په ګاونډيو هېوادونو کې يې جعلي اسناد جوړ کړي دي.
همدارنګه د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم له څارنوالانو د ازموینې اخیستل د قانون خلاف بولي او زیاتوي، چې دغه څارنوالان په یاده اداره کې په کلنو کلنو خدمت کړی.
د ولسي جرګې غړې جنرال نظیفه ذکي وویل، چې یو شمېر برحاله څارنوالان د ازموینې په نوم له دندې ګوښه کيږي او پرځای ېې حکومتي چارواکي خپل کسان ځای پرځای کوي.
ذکي د دغو څارنوالانو ادعا هم تاييد کړه، چې ځينې چارواکي هڅه کوي د امتحان په نوم په جعلي اسنادو خپل وګړي پر دندو وګماري.
ذکي له ملي شورا وغوښته، چې باید ددغې موضوع په اړه جدي اقدمات ترسره کړي.
بل خوا د ولسمشر ویاند اجمل عبېد عابدي بیا وایې، چې ولسمشرغني په دولتي ادارو کې اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی.
دی زياتوي، چې له څارنوالانو څخه ازموينه د کوم تبعیض له مخې نه بلکې په ادارو کې فساد د مخنيوي په هدف اخیستل کيږي.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې همدا اوس د هېواد په ټولو عدلي او قضايي ارګانونو کې ټولټال ۱۷۰۰ تنه د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغان د لوی څارنوالانو او څارونکو په توګه کار کوي.





