د افغان پوځ یو پلاوی له پاکستاني پوځیانو سره د خبرو په تمه هغه هېواد ته سفر کړی
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې دغه پوځي هيﺉت د سرحدي ځواکونو د قومندان ډګر جنرال شفیق فضلي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی دی او تېره یکشنبه (دسلواغې ۵مه) د هغه هېواد له امنیتي چارواکو سره په اسلام اباد کې کتلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې دغه اته کسیز پلاوی به د پولو په دواړو خواو ته د شته ستونزو اړوند او دواړو اړخونو په همغږي کولو خبرې وشي.
د نوموړي په خبره دوی هیله مند دي چې دغه اته کسیز پلاوی به له خپله سفره ښې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي زیاته کړه چې د ډیورنډ په دواړو غاړو د شته ستونزو د حل په موخه د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ دا لومړۍ خبرې دي.
د کورنیو چارو وزارت له پورته هیلو او خوښیو سره – سره ځينې پوځي کارپوهان دا سفر د پاکستان په فرمایش یو سمبولیک سفر بولي.
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل سلام وطندار ته وویل چې دا سفر د پولې دواړو غاړو ته د شته ستونزو په برخه کې مثبت رول نه شي لوبولای او په خبره يې دا د پاکستان په غوښتنه یو سمبولیک سفر دی.
د افغانستان او پاکستان پوځي مسوولین په داسې حال کې د ډیورنډ په غاړو د شته ستونزو اړوند غږېږي، چې له نږدې پنځو کلونو راهیسي پاکستاني پوځیان په افغان خاوره پرلپسې راکټي بریدونه کوي.
د پاکستاني پوځ د راکټي بریدونو له امله په کونړ او نورستان کې سلګونه کورنۍ کډوالي ته اړ شوې دي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان سیمه ییزو پوځي مسوولینو ډګر جنرال ناصرخان جنجو او هدایت الرحمن په افغانستان کې له امنیتي چارواکو سره لیدلي او پر ځنیو ستونزو يې خبرې کړې دي. خو د دې سفر پایلې به وروسته څرګنده شي.





