لوګر کې د طالبانو ډله‌ییز بریدونه؛ ۱۵ طالبان او ۳ سرتېري وژل شوي

د لوګر ولایت محلي چارواکي وايي، سلګونو وسله‌والو طالبانو بېګاه د دغه ولایت د بره‌کي برک ولسوالي پر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي، خو په وینا یې، د افغان ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دیداراحمد لونګ سلام‌وطندار ته وویل، افغان ځواکونو د طالبانو څو ډله‌ییز بریدونه پر شا تمبولي دي.

د نوموړي په وینا، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

لونګ زیاتوي، په جګړه کې ۳ افغان سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د لوګر د والي ویاند وايي، د یادو بریدونو پر مهال د طالبانو ګڼ‌شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه شپه د لوګر پر خروار ولسوالي هم ډله‌ییز برید کړی و چې د افغان ځواکونو له لوري بېرته پر شا تمبول شوی و او له کبله یې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان وو. دغه راز په دغه برید کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام