د فرخندې د قتل په تړاو له یو افغان نژاد عرب له تحقیقاتو امر

د فرخندې پر قتل د تورنو کسانو  د محکمې دوېمه علني غونډه نن (۲۰۱۵کال، د مې ۳مه) په پلازمېنه کابل کې ترسره شوه.

د محکمې په دې غونډه کې ۴۹ تنه تورن چې له دې ډلې څخه ۱۹ امنیتي کسان چې د پېښې په سیمه کې موجود و هم حاضر شوي وو.

د محکمې د یکشنبې ورځې په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څېړنو رییس جنرال ظاهر ظاهر، د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د امنیه قومندانۍ د مخابرې امر، د دوېمې حوزې د مخابرې مسول او دوه نور امنیتي مسولین د فرخندې د وژنې د دوسیې په تړاو د محکمې په غونډه کې موجود و.

په نننۍ غونډه کې یو افغان نژاد عربي هم په یاده قضیه کې ښکېل شو.

دغه کس چې عبدالوهاب نومیږي، د پېښې په ځای کې موجود و د دې له پاره چې خلک ورته کوم زیان و نه رسوي د امنیتي ځواکونو له خوا له سیمې نه لرې کړی شوی و او له یوه وخت وروسته د امنیتي ځواکونو له لورې بېرته و نیول شو.

عبدالوهاب وايي، چې د افغانستان اوسېدونکی دی خو نه شي کولی چې په پښتو او دري خبرې وکړي.

د محکمې قاضي د عبدالوهاب د اسنادو له لیدولو وروسته د نوموړي د اسنادو د لازیاتو څېړنو امر ورکړ.

ویل کیږي چې د پېښې په ورځ د امنیتي ځواکونو ترمنځ د مخابرې له لارې په اړیکو نیولو کې ستونزې رامنځته شوې وه.

د فروتن په نوم د پولیسو یو غړی په دې تور چې په مخابره کې یې پرازیت خپور کړی و محکمې ته راغوښتل شوی و.

د محکمې قاضي په دې اړه هم د لازیاتو څېړنو امر ورکړ.

د محکمې قاضي د کابل ښار د جوماتونو رییس د محکمې سبا ورځې غونډې ته راوغوښت تر څو د ملایانو د تعویذ ورکولو د حق په اړه ځواب ووايی.

د محکمې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو، مدني فعالانو او د بشرحقونو فعالانو ګډون درلود.

د محکمې تېرې ورځې په غوڼده کې یواځې د ۱۰ تنو تورنو دوسیې و څېړل شوې.

د فرخندې د قتل دمحکمې دريمه غونډه به سبا ( اپریل ۴مه) ترسره شي.

۲۷ کلنه فرخنده له نوي ۹۴کال ۲ ورځې وړاندې د شاه دوشمشېره په سیمې کې د قرانکریم د سوځولو په تور د قهرجنو خلکو له لوري لومړی ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.

د فرخندې وژنې په هېواد کې دننه او هېواد بهر زیات غبرګونونه راپارول او اعتراض کوونکو له دولت نه پر قتل د تورنو کسانو د محکمې غوښتنه کوله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام