
د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ (AREU) له خوا تازه تر سره شوې څېړنې پایله ښيي، چې ۸۵ سلنه افغان مېرمنې او نارینه په دې اند دي، چې ښځې د کورنیو چارو مسوولې دي.
دغه شمېر افغان مېرمنې او نارینه وايي، چې ښځې باید له کوره بهر چارې او د کورنیو اقتصادي مسوولیت نارینه وو ته پرېږي او دوی په کور د ننه کار وکړي.
د افغانستان د څېړنۍ او ارزونې بنسټ دغه څېړنه د نارینتوب او په جنسیتي نا انډولتیا کې د هغې د رول په اړه تر سره کړې.
د دې بنسټ د څېړونکو مشر ډاکټر سید مهدي مسوي وايي، چې دوی دغه څېړنه په کابل، ننګرهار، تخار او بامیانو ولایتونو کې د یو کال په موده کې کړې ده.
د موسوي پر وینا د دې څېړنې موندنې ښيي، چې د ننګرهار ولایت خلک په زیاته کچه د دې پلوي دي، چې نارینه د کورنیو اقتصادي چارو مسوولیت لري.
د ده پر خبره په دغه شمېر ولایتونو کې چې دوی څېړنه کړې ننګرهار په لومړي درجه محافظه کار او په ترتیب سره تخار، کابل او بامیان د نظرونو له مخې درجه بندي شوي دي.
د غې پوښتنې په ځواب کې چې نارینه د کورنیو اقتصادي مسوولیت لري ځوانان د زیات عمر لرونکو کسانو په پرتله کم په دې باور دي.
د څېړنې موندنې ښيي، چې د کابل او ننګرهار په ولایتونو کې زیات شمېر لوستي کسان په دې باور دي، چې نارینه د کورنیو اقتصادي مسوولیت پر غاړه لري، خو
په تخار او بامیانو ولایتونو باسواده ځوانان ښځې هم د کورنیو اقتصادي مسوولې بولي.
د دې څېړنې کیفي برخه پایله ښيي، چې پاس پوښتنې زیاته برخه ځوابونه دا و، چې نارینه د تولید مثل، ملاتړ، د کورنۍ او د هېواد ساتلو مسوولیت لري.
نارینه زړور، غیرتمند او د وقار څښتن دی، که نارینه دغه ځانګړتیاوې ونه لري؛ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
په همدې حال کې د دې بنسټ د څېړنې برخې مشره ډاکټره چانا په غونډه کې وویل، چې د نارینه وو له پاره د نارینتوب ځانګړتیاوې د تولنې له خوا ورول کېږي.
دی وايي، دغه توپیر ټولنه ورکوي، چې نارینه او ښځې باید کومې ځانګړتیاوې ورلري.
مېرمن چانا وویل، چې په ټوله کې هغه نارینه چې نشي کولی په سمه توګه د کورنۍ نفقه پیدا کړي؛ د مېرمنې او ماشومانو غوښتنې پوره کړي دغه چاره د تاوتریخوالي لامل کېږي.
ډاکټر مسوي په وینا د څېړنې د موندنې له مخې ۶۰ سلنه زیات کسان د ښځو د وهلو او ټکولو په اړه مثبت نظر لري او په دې اړه چې ښځې د نارینه وو په څېر د زده کړو حق لري د دې پوښتنې زیات پلوي د بامیانو خلک وو.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ د شوې پوښتنې د مثبت بدلون په اړه د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا د ځوانانو له پاره د عامه پوهاوي، د جنسیت په برخه کې پروګرامونو جوړلو او یو لړ نور وړاندیزونه وکړل.





