د افغانانو او ترکانو ترمنځ نښتې له امله دوه تنه وژل شوي

د چهار شنبې ورځې، سهار راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د افغان کډوالو په وینو لړلي انځورونه لاس په لاس کېږي، چې د ترکانو له خوا پرې ګوزارونه شوي دي.

د دې موضوع په غبرګون د فیسبوک یو شمېر کاروونکو په افغان حکومت نیوکې وکړلې او حکومت یې تورن کړ، چې د بهرمېشتو افغان کډوالو له حالته ناخبره دي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د استانبول سلطان غازي په سیمه کې نښته رامنځته شوې او په پایله کې یې یو افغان او یو ترکی وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې اړه ترکي پولیسو پلټنې پيل کړي، تراوسه د دغې پېښې په تړاو ۲۰۰ بې اسناده پاکستاني کډوال، ۳۰۰ سوري کډوال او ۳۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

په ترکیه کې افغان کډوال عارف فرهمند سلام وطندار ته وویل، د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، نښته د ترکي او افغان کډوالو ترمنځ د یوې شخصي موضوع پرسره رامنځته شوې ده.

هغه وايي، لومړی یو ترکی ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې.  

د فرهمند په خبره، نښته کې لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

نوموړی وایي، په وژل شويو او ټپیانو کې زیاتره افغانان دي، چې شمېر یې له ۴۰ تر ۶۰ رسېږي.

فرهمند زیاتوي، د برید کوونکو شمېر زیات وو او پولیس يي په مخنیوي کې پاتې راغلل، چې یو شمېر پولیس هم په کې ټپيان شول.

هغه وايي، اوسمهال حالت تر کنټرول لاندې دی؛ خو افغان کډوال له خپلو کورونو بېرون وتلی نه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام