
د بغلان ولایتي شورا غړی فیرزوالدین ایماق وايي، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو یوه چورلکه، چې وسلې او خوراکي توکي یې لېږدول؛ د قرغان تپې په سیمه کې د علي خېلو په کلي کې ویشتې ده.
خو د بغلان ولایت امنیه قوماندان نور حبیب ګلبهاري وايي، چې دغې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو یوه «M-17» ډولې چورلکې سقوط کړی، چې د څلورو تنو سپرلیو ترڅنګ یې ۷ تنه د راغورځېدلو پر وخت هم وژل شوي دي.
طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې یې ۴ تنه سپاره کسان وژلي دي.
د ډنډې غوري په قرغان تپه کې له پنځو ورځو راهیسې ۱۲۰ تنه نظامیان د طالبانو په محاصره کې دي؛ خو د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د راخلاصولو له پاره یې هڅې روانې دي.





