له ونې دنګ او په غوښه ډنګر سړی د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون د وینې بانګ مخې ته حیران ولاړ و، دوه وړې، وړې ګلالۍ ماشومانې يې په خپلو دواړو اوږو اچولي وې.

یوه درې کلنه عایشه او بله دوه کلنه زمزمه وه، چې د مخ رنګونه يې لکه د زېړې پاڼې په شان تک زیړ اوښتي وو.

عایشه او زمزمه دواړه د وژونکې تلسیمیا په ناروغۍ اخته دي او باید هره میاشت ورته وینه ورکړل شي.

د عایشې او زمزمې پلار عبدالواراث د لغمان ولایت اوسیدونکی دی.

نوموړی وايي هره میاشت خپلې دواړه وړې لوڼې د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته راولي او دلته ورته وینه تېروي.

عبدالوارث وايي، دواړه وړې لورګانې يې د وینې سرطان په ناروغۍ اخته دي، چې هره میاشت ورته وینه تېروي، خو له کله نه چې ژوند خیریه ټولنه او ژوند د وینې بانک جوړ شوی دی؛ د ده په شان د ډېرو مشکل حل شوې دی.

ژوند خیره ټولنه او ژوند د وینې بانک په ننګرهار کې د څو تنو فرهنګیانو لخوا کابو شپږ میاشتې وړاندې رامنځ ته شوی، چې په وړیا ډول په تلسیمیا اخته ناروغانو ته وینه ورکوي او د ټولنې په چوکاټ کې نورو اړو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

د ژوند ټولنې یو غړي عبدالله هوډ سلام وطندرا ته وویل: دوی په سرکې له خپله ځانه پیل کړه او هغه ملګري چې دوی ورسره په اړیکه کې وو، روغتون ته په نوبت سره تلل او په تلسیمیا اخته ناروغانو ته به يې وینه ورکوله.

ده ده په خبره، دغه وړیا کار لپاره یې انځورونه واخیستل او هغه یې د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک له لارې له خلکو سره شریک کړل او دا شعار یې ورته غورکړ: (( وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ )) همدا و، چې له دوی  سره د خیر په دې کار کې د یو ځای کیدونکو کسانو شمېر ورځ تربلې په زیاتېدو دی.

وارث وايي نن يې کرل او ریبل چې خپلو لورګانو ته به وینه له کومه کوي او له چا به د خپلو لوڼو د ساګانو د غزیدلو خیرات غواړي، خو چې روغتون ته راغی دلته ورته چا د ژوند د وینې بانک د یو رضا کاره د ټلیفون شمېره ورکړه، زنګ يې ورته ووهلو او هغوی ورته سم له واره د سباوون په نوم یو ځوان راولېږلو.

شاعر، لیکوال او د ټولنیزو چارو شنونکی محمد نعمان دوست د ژوند خیره ټولنې او ژوند د وینې بانک د ملګرو دې کار او اقدام ته د قدر وړ او درنښت په نظر ګوري، هغه وايي هیڅ الفاظ ورسره نشته دی چې د دې ځوانانو دا کار وستایي، په خبره يې وینه ورکول په حقیقت کې یو چا ته ژوند ورکول او د انسانیت ژوغورل دی.

باید وویل شي چې ژوند خیره ټولنه د څو تنو ختیځ مشتو فرهنګي ملګرو لخوا جوړه شوې ده او په وړیا ډول په تلسیمیا اخته ناروغانو ته وینه ورکوي او په نورو برخو کې هم بې وزولو او ناچارو سره مرستې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام