
د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلو وسله والو په خپلو کې نښته کړې ده.
د جوزجان ځايي چارواکي وايي، چې تېره ورځ هغه مهال د طالب او داعش ډلو ترمنځ جګړه رامنځته شوه، چې د دې ولسوالۍ د چکانه کلي په برمه خشک سیمه کې داعشیان د طالبانو له خوا کلابند شوي وو.
د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني د پېښې په تایید سلام وطندار ته وویل، چې د امنیتي او کشفي بنسټونو د معلومات پر بنسټ په نښته کې ۱۲ تنه وسله وال له دواړو خواوو وژل شوي دي.
خو د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وايي، اوس هم د دواړو ډلو ترمنځ نښته روانه ده او له ۷ تنو زیات وسله وال په کې له دواړو خواوو وژل شوي دي.
دی وايي، د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.
د ریپوټونو پربنسټ له دې مخکې هم د دواړو ډلو وسله والو په درزاب ولسوالۍ کې جګړه کړې وه.





