
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د امنیتي او د فاعي بنسټونو مشرانو ته په خبرو کې وویل، که د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکمالاتي ستونزې حل نه کړي له دندو به یې لرې کړي.
همدا ډول ولسمشر د وینا پرمهال راتلونکې درې اونۍ ننګوونکې وبللې؛ امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر وکړ، چې قوي تدابیر ونیسي.
خو د چارو کتونکي وایې، له درو اونیو د ولسمشر موخه د جګړې د فصل ورستۍ سختې شپې او ورځې دي.
د چارو شنونکي د ولسمشر د تېرې ورځې خبرې مهمې ګڼي، خو زیاتوي چې باید خبرو ته د عمل جامه ورکړل شي.
د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمان خېل وایي، درې اونۍ وروسته د ژمي موسم پیليږي، نو له هغې مخکې به جګړه زور اخلي.

د ده په خبره د درو اونیو یادولو څخه د ولسمشر موخه د جګړې فصل ورستيو ورځو ته د چمتوالي سپارښتنه ده.
بل خوا د سیاسي چارو شنونکی جاوید غفور بیا په دې نظر دی، چې د سولې خبرو د پیل کېدو د اوازو په راپورته کېدو سره به، وسله وال طالبان یوځل بیا وغواړي، چې جګړې ته زور ورکړي.
د غفور په وینا، د سولې خبرو د پېل کېدو اوازو ته په کتو وسله وال غواړي په جګړو سره ځان پیاوړی ښکاره کړي.
د ده په نظر د ولسمشر موخه همدې سختو ورځو او شپو ته د امنیتي نهادونو د پام وراړول دي.
تېر ماښام ولسمشرمحمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ادارو له مشرانو او یو شمېر قوماندانانو سره لېدنه درلوده.
په دې غونډه کې ولسمشر د خبرو پرمهال د دې ترڅنګ چې د امنیتي او دفاعي چارواکو د کارکړنو ستاینه یې وکړه؛ سربېره پر دې ولسمشر دغو چارواکو ته ګواښ وکړ، چې که د ولسی تلفاتو مخه و نه نيسي او په سمه توګه او خپل وخت سره سرتېرو ته اکمالات ونه رسوي له دندو به یې لرې کړي.





