ټرمپ: له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه راباسو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

نوموړي پرون له خبریالانو سره په مرکه کې که څه هم د خپلو ځواکونو د اېستلو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي ې دي چې «په ډېرې مناسبې تېزۍ» سره به یې ځواکونه افغانستان پرېږدي.

هغه ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې یوازې د پولیسو رول لوبولی دی.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو بېرته ورتګ ته اړتیا وي، دوی به خپل ځواکونه د پولیسو په څېر نه، بلکې د مبارزو جنګیالیو په توګه ور واستوي.

د امریکا ولسمشر ویلي: «موږ له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې یو او زما اند همدا بس ده. که موږ وغواړو، هر مهال بېءته ورتللی شوو.»

خو نیویارک ټایمز ورځپانې د یوې باخبرې سرچینې له قوله لیکلي، ډونالډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند دی، هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را اېستلو هغه ژمنه پوره کړي چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې یې کړې وه.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه‌لیک له مخې چې د تېر کال په کب میاشت کې د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شو، ټاکل شوې دغه هېواد په څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي او تر ۱۴ میاشتو پورې ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام