د کندوز ولایت مرکزي زندان مسولین وايي، چې د کندوز زندان څخه د خوشې شویو زندانیانو له ډلې ۲۰ تنو یې بېر ته په خپله خوښه ځانونه زندان ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د مرکزي زندان مسول مدیر سمونوال محمد اسلم کوهستاني وايي، چې په دغو راستانه شویو بندیانو کې جنايي او طالب بندیان هم شامل دي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د (اکټوبر په ۲۲مه) سلام وطندار سره د مرکې پر مهال کړي دي. دی وايي، چې د راستانه شويو بندیانو د بند موده له ۳ کلونو کمه پاتې ده.
کوهستاني وايي، ښايي دغه شمېره نوره هم زیاته شي.
دغه بندیان په داسې حال کې بېر ته د کندوز ولایت مرکزي زندان ته را ستنیږي، چې شاوخوا ۲۷ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د یوه برید په ترڅ کې کندوز ښار ونیوه او د ښار له مرکزي زندان څخه ټول بندیان خوشې کړل.
د معلوماتو له مخې د کندوز ښار په زندان کې ټولټال ۶۳۰ بندیان ساتل کېدل، چې ۳۰ تنه یې ښځينه بندیانې وې.
د کندوز مرکزي زندان څخه د وسله والو طالبانو له خوا د بندیانو له خوشې کولو وروسته د ولسي خلکو او د چارو شنونکو سره اندېښنې پيدا شوې، چې په ور ته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مسولینو په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دوی مخکې له دې د ټولو ولایتونو له زندانونو څخه سیاسي او خطرناک بندیان کابل مرکزي زندانونو ته انتقال کړي دي.





