قومي مشران: د طالبانو د نفوذ مخه به ونیسو

ځينې قومي مشران وايي، چې دوی به له دې وروسته د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د نفوذ مخه ونیسي.

دغه قومي مشران، چې د افغانستان اوسنيو ستونزو د حل په موخه يوه شورا هم جوړه کړې وايي، وروسته له دې به د طالبانو سره د خبرو اترو په موخه کار وکړي او دغه ډله به د سولې مذاکراتو ته را وبولي.

د افغانستان د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت وايي، چې د هېواد له قومي مشرانو به د امنیت د ټينګښت په موخه ملاتړ وکړي.

دوی نن (چهارشنبه اکټوبر۲۸ مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي د تبلیغاتو په وسیله د افغانانو يووالي ته زیان ورسوي.

دغه ناسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا ترسره شوې وه، چې اصلي موخه يې د افغانستان د سولې ټينګښت له پاره د لارو چارو لټول و.

د نظامي چارو کارپوه او قومي مشر جنرال عتیق الله امرخېل، چې د دغې ناستې يو تن ګډون کوونکو و وايي، قومي سپين ږیري او مشران کولی شي، چې د افغانستان د سولې او ترهګرو د نفوذ د مخنيوي په برخو کې رغنده رول ولوبوي.

د امرخېل په خبره دغه سپين ږيري باید له طالبانو سره اړيکې تينګې کړي او هغوی د سولې خبرو اترو ته و هڅوي.

د هغه په خبره هر هغه ډله، چې خبرو اترو ته نه حاضريږي باید ورسره مبارزه وشي.

همدارنګه د افغانستان د اهل هنود شورا مشر اوتارسینګ وايي، د قومي مشرانو شورا کولی شي، چې د یو بل سره په  همغږۍ په هېواد کې سوله تامین کړي.

اوتارسینګ زیاتوي، دغه شورا هم هڅه کوي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو اترو میز ته کښېنوي.

له بل لوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی وايي، چې افغانان له ناامنيو سخت ځوريږي او باید قومي سپين ږيري د افغان امنيتي ځواکونو سره یوځای د سولې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

افغانستان یو سنتي هېواد دی، چې قومي مشران او سپین ږیري يې د ستونزو او جنګونو د حل په موخه رغنده رول لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام