وسله والو طالبانو په ځانمرګي برید کې د طلوع ټلوېزیون ۷ تنه کارکوونکي ووژل

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې له سیمې رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه برید کې اووه تنه ولسي وګري وژل شوي دي او شاوخوا ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

رحیمي وايي، په دغه ځانمرګي برید کې د طلوع په نوم د یوې خصوصي رسنۍ د کارکوونکو موټر په نښه شوی دی.

له بل لوري د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پانه لیکلي دي، چې دغه ځانمرګي برید د موبي رسنۍ د کارکوونکو پر موټر شوی دی.

دغه برید د اومې حوزې په سیمه کې د افغان ولسي جرګې پخوانۍ ودانۍ او د روسیې سفارت ودانۍ ته په نژدې سیمه کې شوی دی.

وسله والو طالبانو پر خپله وېبپاڼه کې اعلامیه خپره کړې ده او ویلي دي، چې دغه برید دوی کړی دی.

په دې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې دا برید یې " پر اسلام د ملنډو وهلو، د کندوز په جګړه کې پر دوی د درغجنو تورونو لګولو او په اصيل افغاني کلتور د ملنډو وهلو" په غچ کې پر طلو شبکه کړی دی.

له بل لوري افغان ولسمشر اشرف غني دغه برید په سخټو ټکو غندلی دی.

د ارګ نه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي "دښمن کوښښ کوي چې د ترهګریزو بریدونو له لارې په افغانستان کې د رسنیو غږ خاموش او د وینا ازادي محدوده کړي".

همدا ډول په خبر پاڼه کې راغلي دي، چې حکومت په ټول قوت د رسنیو او د وینا د ازادي ملاتړ او دفاع کوي او د دښمن د دغه وړ بریدونو او جنایتونو پر وړاندې به ټینګه مبارزه وکړي.

د موبي رسنيو ډله په افغانستان کې د څو خپرونو لکه طلوع، طلوع نيوز، لمر او ارمان راډيو د امتياز خاونده ده.

وسله والو طالبانو د کندوز ولایت د ښار له نیولو وروسته پر خپلو وېبپاڼه پر طلوع او یو تلوېزیون  د برید ګواښ کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام