پرون سه شنبې (دمارچ ۳ مه ) د افغانستان یو شمېر هنرمندانو او مدني فعالانو د هېواد د شمالي برخو په ځانګړي ډول د پنجشېر ولایت په راشیو (برف کوچونو) کې د ځپل شویو وګړیو سره د همدردۍ او خواخوږۍ لپاره د سړک غاړې کنسرت جوړ کړ.
هنرمندانو په خپلو سندرو کې خلک له ځپل شویو وګړو سره د مرستې لپاره راوبلل.
آثار حکیمي چې د دغه کنسرت له جوړونکیو څخه دی، سلام وطندار ته وویل، چې هنر یواځي د خلکو د خوشالولو لپاره نه دی، موږ د دغه کنسرت په جوړولو سره خلکو ته وايو، چې هنر د خلکو په درد او غم کې هم شریک دی.
هغه زیاته کړه، غواړي تر خپله وسه د دغه کنسرت په جوړولو سره له ځپل شویو کسانو سره مرسته وکړي.
د هېواد یو تن لوبغاړی نثار بهاوي، چې په دغه کنسرت کې یې ګډون کړی و، سلام وطندار ته وویل، هر څوک باید تر خپلې وسې د پنجشېر له ناورین ځپلو سره مرسته وکړي.
ښاغلي بهاوي زیاتوي، هېوادوال باید که له هرې لارې وي، په ولایتونو کې له واورې ځپلو کسانو سره مرسته وکړي او په دې کار سره د زړه سوي او خواخوږۍ فرهنګ دود کړي.
مدني فعال رامین انوري هم په همدې باور دی، چې یواځې دولت د خلکو پر وړاندې مسولیت نه لري. خلک هم یو د بل پر وړاندې مسولیت دي.
هغه وايي، جوړ شوي کنسرت د اعتراض بڼه لرله او د دغه کنسرت په جوړولو سره خلک د پنجشېر له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره تشویقيږي.
د کنسرت یو بل جوړونکي مسعود حسن زاده وویل، هغه مرستې چې له دې لارې راټولې شوي دي، د پنجشېر ځپل شویو ته لېږل کېږي.
حسن زاده دغه ډول کنسرتونه ډېر اغېزناک بولي، د هغه په نظر د حکومت له خوا هر څه سیاسي شوي دي، حتا هغوی ټولنیزو مسایلو ته هم په سیاسي نظر ګوري.
د جوړ شوي کنسرت په ځای کې په صندقونو کې د راټولو شویو پیسو تر څنګ کنسرت جوړونکیو ته د کابل ښاریانو له خو یو اندازه جامې او د کور سامانونه هم وسپارل شول.
په تېره اونۍ کې د ډېرې واروې ورېدنې له امله په پنجشېر، بدخشان، پروان، بغلان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې شاوخوا ۲۴۷ تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.





