
خبریال: ذکرالله یزداني
داعش وسلهوال د روان کال غبرګولي په ۲۹مه نیټه د جوزجان ولایت پر درزاب ولسوالۍ برید وکړ او په سبا باندې يې ټوله ولسوالي په خپله ولکه کې راوستله.
دا لومړی ځل و، چې داعش وسلهوال د افغانستان یوه ولسوالي په بشپړه توګه په خپل تصرف کې راولي.
سره لهدې، چې افغان امنیتي ځواکونو وروسته له څو ساعتونو درزاب تر خپل حاکمیت لاندې راوست، خو داعش ثابته کړه چې اوس په افغانستان کې په یو قوت بدل شوی هغه هم داسې یو طاقت چې د یو ولسوالي د نیولو او پر هغه د څو ساعتونو د حاکمیت وړتیا هم لري.
خو دا چې د داعش په دغو څو ساعتونو کې څه تېر شول، وسلهوالو څه وکړل او خلکو ترې څه ولیدل؟
درزاب هغه ولسوالي ده، چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار څخه ۱۸۰ کیلومټره لرې پرته ده او ازبیکستاني، طالب او داعشي جنګیالي هلته فعال حضور لري.
دغې ولسوالۍ ته د یو ملکي وګړي تګ ناممکن کار دی، خو زموږ خبریال ذکرالله یزداني یو کیلومټر لرې هغه خلک پېدا کړي، چې په دغو څو ساعتونو کې يې د داعش حکومت لیدلی دی.
زلیخا او ګل احمد د درزاب ولسوالۍ هغه اوسيدونکي دي، چې د خپل سترګو لیدلي واقعیتونو کیسه کوي.
زلیخا وايي، کله چې دوی د داعش وسلهوالو له برید وروسته غوښتل ځان د درزاب ولسوالۍ خوندي سیمو ته ورسوي، نو پر لارو او کوڅو کې يې د داعش او افغان امنیتي ځواکونو جسدونه لیدلي، چې پر هره خوا پراته او په ګولیو لږېدلي و.
د هغې پر وینا، په دغو اجسادو کې يې د سیمې اوسیدونکو جسدونه هم لیدلي، چې په متقابلو ډزو لګېدلي و.
ګل احمد بیا وايي، چې دی هیڅکله هم داسې جنګ نه و لیدلی د هغه پر خبره، د درزاب سلګونه اوسیدونکي خپلې سرمايې پرېښودلې او د ځان د خوندي کولو په موخه له ولسوالۍ لرې وتښتېدل.
د درزاب اوسیدونکی ګل احمد وايي، چې یوازې يې خپل ځان او د کورنۍ غړي خوندي کړی او نور مال او دارایي په میدان پاتې شوي دي.
د هغه پر خبره، د ده د ګاونډيانو او خپلوانو له ډلې د څو تنو مړی او ژوندی هم ورک دی.
د داعش وسلهوالو او افغان ځواکونو ترمنځ د جوزجان په درزاب کې څلور ورځې وړاندې جګړه پېل شوه او دغه نښته ساعت په ساعت تودیده.
داعش وسلهوالو شاوخوا ۱۰۰ افغان امنیتي ځواکونه کلابند کړي و او درزاب ۹۸ سلنه خاوره يې هم نيولې وه.
د درزاب سرپرست ولسوال بازمحمد داور وايي، چې د داعش وسلهوالو د برید سره سم زرګونه خلکو خپل کورونه پرېښودل او د قوشتپې، بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو ته کډه شول.
هغه وايي، داعشیانو یو د نجونو ښوونځی او د ملکي وګړو ۷ کورونه هم وسوځول.
د جوزجان د پولیسو قوماندان رحمتالله ترکستاني وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه په ښه وخت کې ورسیدل او درزاب ولسوالۍ له زیاتو ورانیو مخنیوی وشو.
هغه وايي، په دغه جګړه کې د داعش وسلهوالو ۴۰ تنه ووژل شول چې یو ازبیکستانی وګړی هم پکې شامل و، خو پر وینا يې د قدرتالله، قاري حکمتالله، بشیرمحمود او مفتي نعمتالله په ګډون ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ که څه هم وسلهوال طالبان له داعشیانو سره وروسته یوځای شول، خو بیا هم د دوی له خوا درزاب ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال قاري امان الله په ګډون شپږ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپيان دي.
خو اوس بیا د دوی په منځ کې جګړه روانه ده او د تلفاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
د راپورونو پر بنسټ، له طالب او داعش وسلهوالو سره د ۴ ورځو جګړو له امله ۱۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
اوسمهال د درزاب په زیاترو سیمو کې حالت نورمال شوی او دغه ولسوالي تر ډيره د افغان ځواکونو په ولکه کې ده.
افغان امنیتي ځواکونو کور په کور پلټنې پېل او د داعش د ريښې وچولو هڅې يې روانې کړې دي.





