د هلمند د سنګین ولسوالي په بازار کې شوې چاودنې ۱۰ کسان وژلي

نن سهار د هلمند د سنګین ولسوالي په بازار کې د یوې جوړې شوې دودیزې میلې په منځ کې چاودنه شوې ده.

په هلمند کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده پېښه کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي چې دا یو راکېټي برید و او د امنیتي ځواکونو له لوري شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک یاده چاودنې تاییدوي، خو وايي چې تر اوسه یې د ډول او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ځواک په وینا، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

ویل کېږي یوشمېر حیوانات چې یاد بازار ته د پلورلو لپاره راوستل شوي وو، هم له منځه تللي دي.

طالبانو د پوځ ځواکونه د یاد برید مسوولان بللي دي. د ۲۱۵ میوند قول‌اردو او ملي دفاع وزارت تر اوسه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام