لوګر کې جګړه په شدت روانه ده

د ۵ ساعتونو د جګړې له کمېدو وروسته  یو ځل بیا د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پيل شوې ده.

د ازرې په ولسوالۍ کې نن د (جون په ۱۵مه) سهار مهال جګړه پیل شوه.

د میدان وردګو او لوګر د څلورمي پلې لوا قومندان عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، چې په تازه نښته کې ۴۵ تنه طالبان، ۲ پولیس سرتېري او ۳ مېرمنې وژل شوي دي.

د همدې نښتې په پرلپسې بهیر کې تېره ورځ ۵ ولسي وګړي، ۱۷ طالبان او ۲ پولیس وژل شوي و او په سلګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړ شوي وې.

طالبانو د دې بریدونه مسولیت منلی او ویلي دي، چې د دې ولسوالۍ څو امنیتي پوستې یې هم په ولکه کې دي.

ازره د لوګر هغه ولسوالۍ ده، چې د افغانستان له ۳ ولایتونو او له قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري، د دغې ولسوالۍ ستراتیژیک موقیعت د دې لامل شوی، چې د طالبانو د پام وړ وګرځي.

دغه ولسوالۍ له کابل، پکتیا، ننګرهار او له سرحدي قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام