د قبایلو وزارت: قومي مشران جګړه راکمولی شي

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نن کابل کې د افغانستان د اوسني وضعیت او په دې کې د قومي مشرانو او مخورو د ونډې په اړه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه قومي مشران او د شوراګانو استازي رابللي وو.

په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل قومي شخړې، اداري فساد، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل او د میندو مړینه؛ د کلیوالو خلکو سترې ستونزې وبللې.

ښاغلی منګل وویل، قومي شوراګانې باید دغو ننګونو پر سره کلکه مبارزه وکړي، منګل وویل د ولسونو د ستونزو په هواري کې قومي مشران او مخور اغیزمن رول ادا کولی شي.

نوموړی وایي، چې په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو یواځينی راز د خلکو په یوالي کې نغښتی دی.

دغه راز، غونډې ته د سولې عالي شورا غړي او د نړیوالو اړیکو مسول محمد اسماعیل قاسم یار د خلکو بي اتفاقي د روانط جګړې ستر لامل وباله.

قاسمیار په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د افغانستان شخړه یو بین الافغاني تفاهم ته اړتیا لري او په دې برخه کې له بهرنيو تګلارو کورنۍ هغه ډېره ګټورې ثابتیدلی شي.

خو د غونډې ځينو برخوالو پر حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې چارواکو له ولس پام اړولی دی.

دکونړ د قومي شوراګانو غړي ډاکټرفیاض  وویل، د چوکیو پر سر اختلاف او پر نورو مسایلو د حکومت بوختیا د ناامنۍ اصلي علت دی.

ساپي زیاته کړه، چې نوي حکومت ولس له پامه غورځولی او په خپلو ګټو پسې ګرځي.

ساپي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د موجودو ستونزو د حل له پاره باید قومي مشران او مخور مټې رابډ وهي.

په دې ناستې کې په افغانستان کې د قومي مشرانو او مخورو د ژوند پر وضعیت هم خبرې وشوې او غوښتنه وشوه، چې حکومتي بنسټونه د قومي شوراګانو نه ملاتړ وکړي او هغوی ته جدي پاملرنه وشي.

په تېرو وختونو کې په افغانستان کې زیاتره وړې او غټې ستونزې د همدغو قومي مشرانو او مخورو له لورې حلېدلې، خو په تېرو ۱۳ کالونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د نامعلومه وسله والو له لورې قومي مشران او مخور ووژل شول، چې له امله یې د ټولنیزو او حکومتي ستونزو په حل کې د دوی ونډه کم رنګه شوې برېښي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام