طالب او داعش پلوي وسله وال سره خپلو کې ونښتل

ځینې پټې سرچینې وايي په تېره یوه اونۍ کې دهیواد په بېلا بېلو سیمو کې طالب او داعش وسله والو سره نښتي کړي دي.

ددغه سرچينو په وینا دنښتو لاملونه د طالب او داعش وسله والو ترمنځ فکري او جګړه یز اختلافات په ګوته شوي دي.

دغه اختلاف مذهبي بڼه لري، په داعش پورې تړلي وسله وال وهابیان خو طالبان حنفي مذهبي دي، وسله وال خپله جګړه د بهرنيانو په خلاف مخکې وړي او داعش په خپله ورستۍ ویډيو کې دشرکي افعالو پر وړاندې جګړه خپل لومړیتوب ګنلی و.

يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط سلام وطنداره ته وویل، چې طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ (دسلواغې پر۸ مه) هم په هلمند ولایت کې هغه قومندان له ټولوملاتړو وسله والو  سره ژوندی نیولی چې په سیمه کې يې د داعش په پلوۍ  د عملیاتو اعلان کړی و.

دغه امنیتي چارواکی وايي، نیول شوی قوماندان ملا عبدالروف خادم نوميږي چې پخوا یې دطالبانو د سیمیز قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

د سرچينې دمعلوماتو پر اساس څو میاشتې وړاندې دملا خادم او د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات رامنځته شول او هغه یې له دندې لرې کړ.

ملا خادم وروسته له هغې په نوي لباس کې سیمه کې فعالیت پېل کړ او دغچ په توګه یې د طالبانو پر خلاف ځان د داعش پلوی اعلان کړ.

یوه اونۍ وړاندې د (سلواغې ۵ مه) دهلمند ولایت مرستیال والي محمد جان رسول یار سلام وطندار ته ویلي و چې په دې ولایت کې مخ پټو وسله والو تازه فعالیت پېل کړی چې په ځینو سیمو کې مخ پټي او طالب وسله وال سره یو بل ته برګ شوي هم دي.

د داعش او طالب وسله والو ترمنځ ددغه نښتې پېل تازه د هلمند په کجکي ولسوالۍ څخه شوی چې په ترڅ کې یې ملا خادم او دهغه ملګري طالب وسله والو نیولي دي .

د اسلامي دولت یا داعش پلویانو څو اوونۍ وړاندې په یوه ویډیوي کليپ کې ویلي وو چې دوی د داعش په مشر ابوبکر البغدادي کې ټول هغه شرطونه ويني، چې د یو اسلامي خلیفه لپاره لازمي بلل کېږي. د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند شاهد الله شاهد  د خراسان لپاره حافظ سعید اورکزی د ابوبکر البغدادي له لوري امر معرفي کړ او ويې ویل چې دوی به نور د داعش تر بیرغ لاندې جګړه مخ پر وړاندې بیايي.

خو افغان او پاکستاني طالبان بیا داعش سره یوځای کېدونکي قوماندان له خپلو لیکو شړل شوي کسان بولي په لوګر کې د داعش قوماندان امارتي او هملمند کې ملاخادم له هم هغې ډلې دي چې دطالبانو دمشرانو له پرېکړو یې سرغړاوی کوه.

د پوځي چارو کارپوه جاويد کوهستانی سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، په افغانستان کې ډېری هغه طالب قومندانان له داعش سره د بعیت په حال کې دي چې د دوی له لیکو مرور شوي دي، کوهستانی وايي: « پر خپګان سربېره،  د داعش اکمالات او پرېمانه پیسې هم د دې سبب شوې دي چې ځينې طالب قومندانان د دوی ملګري شي.»

جاويد کوهستاني د طالبانو او داعش د اکمال په اړه وویل چې ښايي له دې وروسته د طالبانو هغه مالي سرچينې هم وچې شي چې له خلیجي هېوادونو يې د جګړې د دوام لپاره امکانات ترلاسه کول، هغه وايي چې له دې وروسته ښايي په سیمه کې د طالب پرځای داعش د جګړې یو لوری وګرځي.

 له بله اړخه افغان طالبانو د لنډ لیکلو پیغامونو له لارې هغه سیمو کې چې داعش پلوي په کې فعال دي خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې د جنګېدونکو کسانو په وړاندې جګړه وکړي او د نفوذ مخنیوی يې وکړي.

ځينې سیاسي شنونکي د داعش پيدا کېدل  د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ممکنه سولې په لاره کې لوی خنډ بولي او زیاتوي چې جګړې به لا زور واخلي. د سیاسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي

: « که په افغانستان کې داعش وي، نو دا به د طالبانو او افغان حکومت لپاره بله ننګونه وي، چې د سولې پر ځای به جګړه لا زور واخلي، ځکه داعش د سولې لپاره نه، بلکې جګړې ته راځي.»

خو امنیتي کارپوهان دا هم وايي په سیمه کې د داعش نفوذ پراخېدل له افغانستانه زیات پاکستان له پاره يو ګواښ دی.

ددوي په وینا داعش سره تازه یوځای شوي زیاتره هغه یې پاکستاني طالبان دي، چې په وزیرستان کې د ضرب غضب عملیاتو چې دتېر کال (۲۰۱۴ کال جون میاشت) کې پېل شوي و له امله سیمې پرېښودو ته اړ شوي و.

خو دکندهار امنیه قوماندان جنرال رازق دسلواغې پر ۴ مه ویلی و چې که داعش پلوي وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي نو دافغانستان له پاره به یو سرخوږی جوړ شي.

په همدې حال کې د داعش په خلاف د وسله والو طالبانو پارونکي پیغامونه هم ښي چې افغان امنیتي چارواکي او وسله والو طالبان یو ډول سیمه کې د داعش فعالیت دځان له پاره ګواښ بولي.

له همدې کبله ځینې شنونکي په دې اند دي چې د داعش په پیاوړي کېدو سره به وسله وال طالبان د سولې لار غوره وبولي او سیاسي پروسه کې به ونډه واخلي.

داعش یا «دولت اسلامیه فی العراق و الشام» له ۱۹۹۰ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې په په عراق او سوریه کې پټ په جګړيزه دنده بوخت و، خو په ۲۰‍۱۳ کال کې يې خپل فعالیت ښکاره او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې 

ابوبکر البغدادي په د خپل خلیفه په توګه اعلان کړ.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام