کابل، اسلام اباد ته د برمل د پېښې پر سر خبرداری ورکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د مدرسې د ځای پر سر د تېر ورځې د پېښې په تړاو احضارکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ته خبرداری ورکړی، د دغه ډول عمل تکرارېدل به د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته زیان ورسوي.

تېره ورځ د (جولای په ۱) د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډې سیمې کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني ملېشو له لوري د حقاني مدرسې د ځای پر سر نښته کړې وه، چې په نښته کې یو افغان سرتېری او ۷ پاکستاني ملېشه وژل شوي وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، خلیل کرزي دا پېښه په کلکه غندلې ده او دغه کار یې د نړیوالو اصولو او ډیپلوماتیکو اړیکو خلاف کار بللی دی.

پاکستاني ځواکونو غوښتل، چې پر دغې ديني مدرسې د ځان لپاره تاسيسات جوړ کړي، چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

افغان سرحدي پوليسو ویلي، څو ځلې مخکې هم پاکستاني ځواکونو هڅه کړې وه، چې تاسيسات پرې جوړ کړي، خو هر ځل يې افغان ځواکونو مخنيوی کړی دی.

دوی وایي، چې دغه ديني مدرسه د طالبانو د رژيم په وخت کې د افغانستان په خاوره کې وه، چې وروسته پاکستاني ځواکونه ورو، ورو مخته راغلل او په خپل تصرف کې يې راوستله.

په وروستیو کلونو کې ګاونډي هېواد پاکستان د ډيورند کرښې په شاوخوا سیمو کې د نړیوالو اصولو پر خلاف د افغانستان په خاوره کې راننوتي او ډېره خاوره یې خپله کړې، چې له امله یې وخت ناوخت د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو له خوا نښتې هم رامنځته شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام