هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو له یوه زندانه ۸۹ تنه راخوشې کړي

تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۸۹ تنه بندیان راخوشې کړي دي او ۴۶ تنه وسله‌‌وال طالبان یې هم ژوند نیولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، په راخوشې شویو بندیانو کې ۴۶ تنه یې د ملي اردو سرتېري او ۲۰ تنه یې ولسي خلک دي.

ځواک وايي، دغه شپني عملیات  د ملي امنیت د مرکز او د هلمند یوشمېر ځانګړو ځواکونو له‌خوا ترسره شوي دي.

د والي د ویاند په خبره د عملیاتو پرمهال ۱۴ طالب وسله‌وال وژل شوي دي او لسګونه عرادي وسایط او نور توکي یې له منځه وړل شوي دي.

تراوسه پورې وسله‌والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي  ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام