۸ زره سرتېري د لویو لارو د امنیت د ټيګښت لپاره ګمارل کيږي

د کورینو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیا دانش سلام وطندار ته وویل، سږ کال د هېواد د لویو لارو امنیت د خوندیتوب لپاره ۸ زره پولیس ګومارل شوي او دغه پولیس به د ملي اردو د ځواکونو په ملتیا د لویو لارو امنیت ساتي.

دانش زیاته کړه، چې یو له نا امنو لویو لارو څخه د کابل ـ کندهار لویه لاره ده او دغه وزارت سږکال د دې لارې د امنیت د خونديتوب په برخه کې زیاته پاملرنه کړې ده.

په ورته وخت کې د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل سلام وطندار ته وویل، چې د لویو لارو امنیت په برخه کې د ملي دفاع وزارت نه پاملرنه او د بهرنیو لاس د دې لامل شوې، چې خلک په دغو لارو کې د ويرې احساس وکړي.

هغه وايي له بل لوري د سولې خبرې اترې هم د افغانستان د ځينو سيمو په ناامنه کولو کې رغنده رول لري او  هره ډله د یوې سیمې په ناامنه کولو سره غواړي د سولې له بهیره ګټه پورته کړي.

امرخېل زیاتوي که دولت د لویو لارو امنیتي ستونزو ته پاملرنه ونه کړي او په دې اړه بې پروايي غوره کړي نو حالات به له دې خراب شي.

وسله وال د بېلا بېلو یونیفورمونو څخه په ګټې اخیستنې سره د لویو لارو پر مسافرو د بريدونو له لارې په خلکو کې ويره خپره کړې.

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي د لویو لارو له ناامنه کېدو څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې امنیتي ځواکونه د دندې ترسره کولو په وخت کې بې پروايي کوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هرومرو د مسافرو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید شپه او ورځ دنده ترسره کړي او د هېواد په لویو لارو کې زیات ځواکونه په دندو وګوماري.

مېرمن ذکي زیاتوي، چې حکومت باید په ناامنه لویو لارو کې دې دایمي امنیتي پوستې جوړې کړي ترڅو په لویو لارو کې مسافر د امن په فضا کې تګ راتګ وکړي.

څه موده وړاندې ملکي مسافر د کابل ـ غزني پر لویه لاره د سپینو لباسونو لرونکو وسله والو له لوري په ډزو و ویشتل شول.

یوه میاشت وړاندې د کابل ـ کندهار په غزېدلې لویه لاره هزاره مسافر وتښتول شول او تر اوسه لا درکه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام