په کندهارښارکې له یوې خوا د نفوسو، موټرونو او موټرساېکلونو ډېروالي، صنعتي فابریکې او له بلې خوا د ښار په منځ کې د زړو موټرونو د جوړولو ورکشاپونه، چې په کندهارکې د (مستریایخانو) په نوم یادیږي هغه ځایونه دي، چی د ښار د چاپېريال د ککړېدا لامل شوي.
کندهار ښار، اوس یواځې پرهغه مخکنیو څلورو بازارونو نه ده پاتې، بلکې دغه ښار ختیځ خوا ته تر دامان ولسوالۍ او لویدیځ لور ته تر باغ پل پورې غځېدلی دی.
کندهارښاریان، د مستریانو دزړو موټرونو له دودونو او سوځیدلو مبلایلو له بوی او ککړتیا څخه شکایت کوي.
کندهاریان وايي، د دغو ورکشاپونو زیاتوالي د ښار ډېرې پلې لارې، د سړک غاړې او هوا دومره ککړه کړي، چې ورته نږدې اوسیدونکي يې په تنفسي ناروغیو اخته کړي دي.
دوی د چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ له ریاستونو غواړي، چې غږ يې واوري او د کندهار ښار چاپیریال پاک کړي.
د کندهارښار په زړه کې مستریان هم د چاپېریال د ککړتیا خبره مني خو وايي، د ښاروالۍ ریاست ورته ځای نه دی ټاکلی، ځکه یې د ښار په بېلا بېلو سيمو کي په غېر اصولي ډول ورکشاپونه پرانیستي.
دوی وايي، که له ښاره د باندي یو ځای ورته ځانګړی شي، نو چمتو دی، چې خپل کاروبار هلته ولېږدوي.
اخوا د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې مسولین وايي، د ښاري چاپېریال د ککړتیا دغه ستونزه يې له ښاروالۍ سره شریکه کړې، خو د ستونزې د حل په موخه اقدام نه دی شوی.
بل خوا د کندهار ښاروالۍ مسولین وايي، د موټر جوړولو ورکشاپونو ته د ځای ځانګړو له پاره بودیجه نه لري او هڅه کوي، چې له یوې مرستندویه موسسې څخه بودیجه پېدا او له ښار څخه د مستري خانو ایستلو ته ملا وتړي.
ددغه ریاست مطبوعاتی مسول زمري څرګند سلام وطندار ته وویل؛ "د کندهارښار د چاپېریال دغه ستونزې له منځه وړلو له پاره مونږ چمتو یو، چې مرسته کوونکي (ډونر) موسسې ته يې ورکړو."
نوموړی زیاتوي، د ښاري چاپېریال ساتنې په موخه يې سږ کال تر ۷۰ زره ډېر نوي نیالګي د ښار په بېلا بېلو برخو کې نال کړي.
د کندهار د عامې روغتیا په ریاست کې د چاپېریال ساتنې مسؤل ډاکټرشاه ولي پوپل هم وايي، د چاپېریال د ککړتیا څخه انسانانو ته تنفسي، جلدي او نورې ناروغۍ پېښیږي.
دده په وینا، دچاپېریال پاک ساتل یوازې د ځانګړو څانګو دنده نه ده، بلکې په دې مسؤلیت کي د ټولنې ټول اوسیدونکي د خپلې ښې روغتیا په موخه لویه ونډه لري.
یواځې کندهار ولایت نه دی چې وسېدونکي يې د ککړې هوا له امله ستونزو سره مخ دي، د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په تولو ولایتونو کې ککړه هوا یوه هغه ننګونکي موضوع ګڼل کيږي چې بېلا بېلې روغتیایي ستونزې زيږوي.





