د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان کې روان جنګ بېهوده دی او پایله یې له افغان وژنې بل څه نه ده.
ګلبدین حکمتیار وویل، د جګړې له لارې اهداف نه ترلاسه کېږي او باید طالبان د سولې لار خپله کړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې حکومتي چارواکو، ولسونو او رسنیو ته د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وویل، افغان وژنه او په جوماتونو کې الله ته په سجدې انسانانو قتل د زغملو نه دی.
ګلبدین حکمتیار له ټولو سیاسي مشرانو او ګوندونو وغوښتل، چې د روان ناورین پای ته رسېدو لهپاره دې د سولې پروسې په برخه کې د حکومت ملا ور وتړي.
ده وویل، پیاوړی مرکزي حکومت ترټولو ستره اړتیا ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، دی د سولې له پیغام سره راغلی او له ټولو حکومت ضد وسله والو ډلو غواړي، چې نورې دې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د حزب اسلامي امیر وویل، له حکومت سره د سولې شوي هوکړه لیک د عملي کېدو ترڅنګ غواړي، چې نورې وسله والې ډلې هم په دغه پروسه کې شاملې شي.
نوموړی وايي، په تېرو پسې نه ګرځو او د دوستۍ نوی باب پرانیزو.
حکمتیار وړاندې وویل، هغه جګړه چې وسلې او مهمات ورته له بل ځایه راځي؛ د افغانانو په ګټه نه ده او په ټوله معنا د یو ولسواک او ټاکنیز نظام غوښتونکی دی.
هغه وايي، هېڅکله د زور حکومت نه شي منلی.
بل خوا په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک د سولې په پروسه کې د حکمتیار شاملېدل، د سولې د پروسې د یوې برخې بشپړېدل وګنل او په دغه بین الافغاني مذاکراتو کې یې د نړیوالو له ملاتړه هم مننه وکړه.
خپلواک وویل، حکومت حزب اسلامي سره د سولې شوي هوکړه لیک د ټولو مواردو پلي کېدو ته ژمن دی.
هغه وویل، د لغمان له غونډې وروسته حکومت پلان لري، چې راتلونکې اوونۍ د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ملګرو د هرکلي په پار پلازمېنه کابل کې غونډه جوړه کړي.
دغه راز له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان دولت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون د لاسلیک په اساس د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ هرکلی کوي.
اعلامیې کاږلي، د ګلبدین حکمتیار راتګ دا وښودله، چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت لري.
له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک تېر کال د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.





