
د بغلان ولایت د دريايي حوزې رییس انجینر محمد نعیم نوابي د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، چې د "کیله ګي" د برق بند د جوړولو لومړني کارونه سرته ورسېدل او په نږدې راتلونکې کې به د دغه بند عملي کار پېل شي.
د نوابي پر وینا، د کيله ګي بند د بريښنا بند د کار نقشه د داود خان په وخت کې جوړه شوې وه، چې اوسمهال د انرژي او اوبو وزارت له خوا د نړېوال بانک او امريکا متحده ایالاتو په مالي مرسته جوړيږي.
نوابي زیاتوي، چې د دغه بند د جوړولو له پاره یو ميليارډ امريکايي ډالر په نظر نيول شوي، چې په دغه سیمه کې به يې جوړوي.
ویل شوي، چې د دغه بند په جوړولو سره به نه يواځې بغلان ولایت ته بسنه وکړي، بلکې ترڅنګ به يې د ۸ ولايتونو ضروریات هم پوره کړي او له ۴۵۰ زرو هکټارو د زیاتې ځمکې ته به د اوبو ورکولو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په اسیا کې د کیله ګۍ ذخیره بند له لومړیو درجو بندونو ګڼل کيږي. " ټولې تخنیکي او ټولنيزې چارې سرته رسېدلي او د بند محور هم برمه شوی دی" .
د راپورونو پر بنسټ دغه بند به له بشپړېدو وروسته ۱۲۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي او دغه برېښنا به د ۵ ولايتونو له پاره بسنه وکړي.

د بغلان د دریايي حوزې رییس له نړیوالي ټولنې او د افغانستان مالي ملاتړکوونکو څخه غواړي، چې د کیله ګۍ د بريښنا برق جوړولو مالي لګښت دې تامین کړي.
په همدې حال کې د بغلان پوهنتون استاد محمد شفیق شفق په بغلان کې د دغه بند جوړول له اقتصادي اړخه ارزښتمن بولي او وايي، که د دغه بند کار پیل شي سربیره پر دې، چې د بغلان ولایت امنیت به ښه شي بغلان به په یو صنعتي او صادراتي ولایت بدل شي.
اوسمهال بغلان ولایت د بریښنا تولید دوه بندونه لري، چې له ۱۲ میګاواټو زیاته بريښنا تولیدوي، خو دغه بندونه نه شي کولای، چې د غوري سمنت، نساجي، د بغلان د بورې، پایو جوړولو او ځینو نورو فابریکو ماشینونه وچلوي.





