
د میدان وردګو ولایت چارواکي وایي، چې د تېرې جمعې پر سهار د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ په اوتړو کلي کې د افغان ملي اردو ځواکونو د یوې هاوان ګولۍ لګېدو له امله ۱۰ ځوانان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات نن شنبه (ډسمبر۵مه) سلام وطندار ته وویل، چې د دې پیښې د کره څیړلو په موخه یې یو ګډ پلاوی سیمې ته استولی.
هغه وايي، دغه پلاوی به دا روښانه کړي، چې ولې د ملي اردو سرتېرو د ملکي وګړو جومات په نښه کړی.
حیات زیاته کړه، د سیداباد ولسوالۍ د ملکي وګړو وژنې په تور یې یو شمیر د ملي اردو سرتيري نیولي او که چیرې دغه کسان ګرم و پېژندل شي، نو محاکمه به یې کړي.
ها خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک سلام وطندار ته وویل، چې په سیداباد ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پیښه په قصدي ډول رامنځ ته شوې ده.
هوتک افغان دولت ته خبرداری ورکوي، چې ژر تر ژره دې ګرم کسان محاکمه کړي کنه په لاریون به لاس پورې کړي.
له پیښې وروسته تیره ورځ هم سلګونه کسانو د شپږو ساعتونو له پاره د کابل- کندهار لویه لاره په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکو پرمخ تړلې وه او له دولت څخه یې غوښتنه کوله، چې د ملکي وګړو په وژنه تورن سرتیري دې محاکمه شي.





