
نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې په قنبر څلولارې کې د مارشال فهیم پوهنتون د دروازې په مخ کې ځانمرګی برید وشو.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه د یاد پوهنتون د محصلانو په منځ کې شوې ده.
د کابل پولیس وايي چې ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې پوهنتون نه ننوځي، خو کله چې سرتېرو وپېژنده، ځان ته یې چاودنه ورکړه.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند فردوس فرامرز وايي، په یاد برید کې ۶ کسان وژل شوي او د ۴ ملکیانو په ګډون ۱۶ نور ټپیان دي.
تراوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
پر یاد پوهنتون په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۷ کلونو کې هم ځانمرګي بریدونه شوي وو چې د دواړو مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی و.
دا په داسې حال کې ده چې په لنډمهال کې د اوربند او په اوږدمهال کې هم سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره هڅې روانې دي.





