د بامیانو په کهمر ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو برید

د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو نن غرمه ۱۲ بجې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر پولیسو باندې د حملې پر مهال ۳ طالب قومندانان وژل شي او ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

د بامیانو والي ویاند عبدالرحمان احمدي سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار یو شمېر وسله والو طالبانو د دغه ولایت د کهمر ولسوالۍ په اشپېشته سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

د احمدي په خبره په دغه نښته کې د طالبانو ۳ مهم قومندانان وژل شوي او د افغان امنیتي ځواکونه پر وخت سیمي ته رسېدلي دي او په وینا یې، نښته لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د ۲ پوستو د نیولو ترڅنګ یې ۸ پولیس وژلي او ۵ یې له ځانه سره وړي دي.

خو د بامیانو والي ویاند احمدي د طالبانو دغه ادعا دروغ ګڼي او وايي، چې په نښته کې یې د طالبانو ۳ مشهور قومندانان وژل دي.

د طالبانو دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې د بامیانو ولایت سیمه ييز چارواکي دغه ولایت ته د سارک غړیو هېوادونو د راتګ لپاره چمتوالی نیسي.

د یادولو ده، چې له دې وړاندې هم د بغلان ولایت له خواوو نه د بامیان ولایت د همدې ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو وسله والو طالبانو حمله کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام