د نوي حکومت مثبت ګام د بنديانو په شکنجو کې ۱۴ سلنه کموالی راوستل

د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو د شکنجې کچه ۱۴ په سلو کې ټيټه شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان او د دې سازمان عالي کمېشنري په هېواد کې افغان ځواکونو پر ضد د وسله وال جنګ پرمهال نيول شويو مجرمینو سره په زندانونو کې د چلند په باب راپور خپور شوی.

راپور کې يوازې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې راپورونه پرتله شوي.

د ملګرو ملتونو د ادارې له لورې ترسره شویو نظر پوښتنو پايله ښيي، چې تر اوسه هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځينې زندانيان له بد چلند او زورونې څخه په نظارت خونو کې شکایت کوي.

په ياد راپور کې د ملي اردو، ملي امنیت، ملي او سیمه ییزو پوليسو په نظارت خونو کې له ۷۹۰ بندیانو سره مرکې شوي دي.

همدارنګه په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د يادې شمېرې له ډلې ۱۰۵ مرکه شوي، هغه بندیان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي.

په دغه ډله کې ۴۴ تنو دا منلې، چې په نظارت خانو کې شکجنه او له دوی سره د اړوندو چارواکو له خوا بد چلند شوی.

خپور شوي را پور کې ۲۲۱ پلټنې له ۱۲۸ نظارت خونو څخه په ۱۸ ولایتونو کې د افغانستان ښودل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي نیکولاس هیسم د دغه خپور شوي راپور په اړه ويلي، چې د شکنجې په برخه کې کموالي عمده لامل د نوي حکومت منځ ته راتګ دی.

هیسم وايي، د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه کړې او د دغې پاملرنې پايله تر اوسه مثبته ارزول شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي هیله من دی، چې په راتلونکي کې به د بنديانو د شکنجو شمېره نوره هم ټيټه شي.

کله چې اشرف غني د هېواد ولسمشر شو، نو سم دلاسه د ۲۰۱۴ کال د نومبر میاشت په ۹ مه نېټه د پلچرخي زندان ته لاړ او هلته يې له نژدې د زندانيانو سره خبرې وکړې.

ولسمشر غني خبرداری ورکړ، چې د بې سرنوشته بنديانو دوسيې دې ژر تر ژره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري کنه سرغړونکي به يې زندانونو ته وليږل شي.

ولسمشر اشرف غني له بندیانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو او دوسیو د او کتنې لپاره به ځانګړی کميسيون وټاکي او د بندیانو په مکتوبونو کې به اصلاح راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام