افغان ولسمشر وايي، چې زراعت د افغانستان د ثبات بسټ دی او زیاته یې کړه، چې د پرمختللي، فعاله او په ځان بسیا زراعت پرته افغانستان مصون نه دی.
غني د افغانستان د کرنیزو توکو په درې ورځني نړیوال نندارتون په پرانېست غونډه کې، چې د کلیوالو ښځو نړیوالې ورځې او کرنیز کال پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شوې وه؛ وینا وکړه.
ولسمشر وویل، د خوندیتوب له ډولونو څخه یو هم غذايي خوندیتوب دی او د افغانستان خلک نن ورځ غذايي خوندیتوب نه لري.
د ده پر خبره، د بزګرانو کار د غذايي خوندیتوب له پاره مرسته کولی شي.
په دغه نندارتون کې د ۳۴ ولایتونو کرنیز توکي له ۲۰۰ زیاتو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
دغه توکي د کرنې او مالدارۍ وزارت د کوپراتیفونو، ۱۵۵ کرنیزو شرکتونو او د ښځو اړوند ۱۷ لاسي صنایعو شرکتونو څخه راټول شوي وو.
افغان ولسمشر غني اوبه، ځمکه، تخم، د کرنې امکانات، بزګر او کارګر د زارعت ۵ مهم عنصرونه وبلل او وویل، چې افغانستان په ټولو برخو کې له ستونزو څخه خلاصولی شي.
ښاغلي ولسمشر زیاته کړه، چې اوس مهال د افغانستان ۴۰ سلنه اوبه بې ځایه ځي او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو ۴ کلونو کې به یې پر "کوچنیو اوبو" تنظیم کړي.
ده همدا ډول وویل، چې په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو کچه د تېر په پرتله کمه شوې ده او وايي، چې اوس مهال ۱۰ سلنه کروندګر له اصلاح شوو تخمونو څخه استفاده کوي او باید د کرنې او مالدارۍ وزارت د اصلاح شویو تخمونو له پاره تګلاره جوړه کړي.
ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغانستان د کرنې پرمختګ له پاره جدي پاملرنې ته اړیتا ده او د دغه کار له پاره باید د کرنې ارزښتناک ځنځیر جوړ شي.
ده وویل، کرنه، د کرنې صنعت، سوداګري او مصرف کوونکي باید یو له بله سره وتړل شي.
ولسمشر وویل، د دولت پالیسې داده، چې افغانستان له زراعتي واردوونکي هېواد څخه په صادراتي – زراعتي هېواد بدل کړي.
غني د کورنیو تولیداتو پر استفادې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې افغانستان تر اوسه پورې له تداروکاتو څخه د کورنیو تولیداتو د پرمختګ له پاره استفاده نه ده کړې.
ده وویل، چې دولت په دې هڅه کې دی، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د ملي اردو او پولیسو زیات لګښتونه له کورنیو تولیداتو څخه پوره کړي.
اشرف غني وویل، چې دولت د ښځو لاسي تولیداتو له پاره بازار موندنه کوي او وویل، چې اوس مهال د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د صادرولو په لاره کې خنډونه موجود دي.
غني وویل، د مالیې او سوداګریو وزارتونو ته مې امر کړی، چې په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې دغه ننګونې له منځه یوسي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د کرنې ۱۵ نړیوال نندارتون په پرانېسته کې وویل، د افغانستان کرنیزو تولیدات په روان کال کې په بې ساري ډول پرمختګ درلود او د هېواد بزګرانو د کرنې په برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې درلودې.
ضمیري وویل، چې د دغه نندارتون جوړولو موخه سوداګرو ته د کرنیو توکو ور پېژندل او د تولیدونکي او پانګه وال ترمنځ نېږدې اړیکې جوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، دوی به بازار ته د کرنیزو توکو د عرضه کولو او رشد زمينه برابره کړي او همدا ډول به د کرنیزو توکو ګټورې څېړنې له کروند ګرو سره شریکې کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر پر خبره دغه وزارت به د کرنیزو توکو بسته بندي او دغو توکو ته بازار موندنه یې له مهمو کارونه څخه ده.
د شمېرو له مخې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي، خو په دې کچه یو کرنیز هېواد د کرنیزو توکو په تولید کې باقي کېږي.
د ولسمشر پر خبره ښايي، چې سږ کال موږ ۶۰۰ ټنه غنم وارد کړو.





