میدان‌ وردګو کې موټربم برید ۷تنه وژلي او ۳۱ یې ټپیان کړي

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د مرکز میدانښار اړوند د افغان پولیسو نظامي کمپ په دروازه کې موټربم برید شوی دی.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس سالم اصغرخېل وايي، د برید قربانیان د یاد ولایت ولایتي روغتون ته وروړل شوي چې له ډلې یې ۷ کسان چې ۱ یې سرتېری او ۶ یې ملکیان دي، وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

خو د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل، موټربم د پولیسو د موټرو ورکشاپ په کارکوونکیو شوی‌دی. د ده په خبره، بریدګر ځان او موټر کې چاودېدونکیو توکو ته چاودنه‌ ورکړې‌ چې له کبله یې ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

منګل زیاتوي، برید د سراچه ډوله موټر په وسیله شوی او په وژل شويو او ټپیانو کې پولیس او د نظامي موټرو مستریان شامل دي.

وسله‌والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د پولیسو څو سرتېري یې په‌کې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام