په کندهار کې په تېرو ۸ میاشتو کې ۵۹ ماشومان وژل شوي او ۹۹ ټپیان شوي

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کوچنیانو د څانګې مرستیالې سلیمې احد نن دوشنبې د (نومبر پر ۲۱مه) سلام وطندار ته وویل، دوی په خپلو پلټنو کې وموندله، چې د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د راجسټر په کتاب کې راغلي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې په دې ولایت کې ۵۹ تنه ماشومان وژل شوي او ۹۹ هغه ټپيان شوي دي.

د دې په خبره، ښايي دا شمېره لوړه وي؛ خو دا هغه رقم دی، چي راجسټر شوی دی.

نوموړی وايي، په دې اړه سخته اندېښنه لري او په جنګ کې له ښکېلو غاړیو غواړي، چې د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د اغلې احد پر وینا، په وژل شویو ماشومانو کې نجونې او هلکان هم شامل دي، چي یا د بمباریو، یا د سړک غاړې پر ماینونو او یا هم د جنګونو په منځ کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم په دې اړه اندېښنه ښيي، زیاتوي، چې په هېڅ دین او مذهب کي د کوچنیانو وژل جواز نه لري.

د ښاریانو په خبره، دا نسل وژنه ده او په کار ده، چې نسل وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.

فرمان د کندهار د دویمې حوزې اوسېدونکی وايي، هر څوک چې په هر نامه ماشومان وژني؛ د بښلو نه دي.

فرمان زیاتوي، د انسان وژنه اسلام ناروا ګڼلې ده او هر څوک چي دا کار کوي؛ د سزا وړ دي.

د درېیمې حوزې بل اوسېدونکي عبدالله قادري وايي، اسلام هېچا ته د کوچنیانو د وژنې اجازه نه ده وکړې، ځکه خو باید د جنګ ښکېلې خواوې د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اکثره وخت د سړک غاړې په بمي چاودنو کې د ماشومانو تر څنګ ښځو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

ولایتي مسوولان زیاتره وخت د دغو وژنو پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي؛ خو هغوی بیا وايي، دوی ملکیان نه وژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام