
د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان وايي، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار سوېل ختیځ لوري ته پر بندبایان پوستې برید وکړ.
په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا یو بل غړی عبدالبصیر قادري هم د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، په یاده پېښه کې ۴ طالبان وژل شوي او امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د غور د مرکزي روغتون رییس محمدنصیر نذیري وايي چې له یادې پېښې نه د ۹ سرتېریو جسدونه او ۵ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. د نوموړي په وینا، د یادې پېښې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د دې پېښې د قربانیانو کورنیو د وژل شویو کسانو جسدونه د یاد ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي او سیمهييز چارواکي پر ناکارۍ تورنوي.
په همدې حال کې ځینې ځايي سرچینې وايي چې په یاده پېښه کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ځینې نور ورک دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي که څه هم دغه پېښه تاییدوي، خو وايي چې د اوښتې مرګژوبلې په اړه تراوسه دقیق جزیات نهشته.
بلهخوا د ۲۰۷ ظفر قولاردو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غور ولایت له بندبایان سیمې نه د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۸ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو موټر او ۶ موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.
په همدې حال کې د پروان سلګونو اوسېدونکیو نن د دغه ولایت په خلازهيي او رباط سیمو کې د ملي امنیت ۰۱ قطعې د عملیاتو پر مهال د یو شمېر ملکیانو د وژل کېدو په غبرګون کې د کابل ـ پروان لویه لار وتړله.

معترضان وايي، یادې قطعې د پروان ولایت په دوو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۷ ملکیان وژلي او ۱۲ نور یې له ځانه سره بیولي دي.
دوی خبرداری ورکوي، تر هغې چې نیول شوي کسان خوشې نهشي، یاده لاره به تړلې وساتي.
د پروان امنیه قوماندان محمدمحفوظ ولیزاده که څه هم یاد عملیات تاییدوي، خو له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
په همدې حال کې په پروان کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۶ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور نیول شوي دي.
بلهخوا د لوګر سلګونو اوسېدونکیو د یوه پولیس له لوري د یوې ښځې د وژلو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي او د کابل ـ ګردېز لویه لاره یې وتړله.
د لوګر د والي ویاند دیداراحمد لونګ سلاموطندار ته وویل چې د سیمې د اوسېدونکیو شکایتونه ورته رسېدلي او د یادې ستونزې د حل په موخه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې په بشپړه توګه یاده موضوع حل کړي.





