د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني له لوري د رسنیو د شکایتونو د څېړنو او تخطیو کمیسیون لغوه اعلان کړی شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبر پاڼه کې کاږلي، چې "د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ډله ییزو رسنیو قانون د ۴۲ مادې پر بنسټ پرېکړه وکړهؤ چې د رسنیو د شکایتونو د څېړنو او تخطیو کمیسیون لغوه کړي" او په نږدې وخت کې د ټولیزو رسنیو د چارو د لاښه والي په موخه د ژورنالیستانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو سره په سلا د رسنیو د قانونو په رڼا کې یو کمیسیون جوړ کړي.
د ازادو رسنیو د څار (نی) بنسټ اجرایوي رییس مجیب خلوتګر د یاد کمیسیون لغوه کيدل د رسنیو له پاره د خوښې خبر بولي.
خلوتګر زیاته کړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په کارده، چې د رسنیو د قانون په رڼا کې د رسنیو د تخطیو او څار کمیسیون رامنځته کړي او د دې پر ځای چې رسنۍ وګواښي باید له رسنیو ملاتړ وکړي.
لیکوال حشمت رادفر وايي، چې د رسنیو د شکایتونو د څېړنو او تخطیو کمیسیون له لغوه کېدو نه خوښي څرګندوي او دغه کار د رسنیو د ازادۍ په برخه کې نیک ګام بولي.
د ده په وینا د رسنیو د تخطیو کمېسيون د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو ترمنځ د واټن لامل شوی، اوس د رسنیو د کمېسیون په جوړښت سره کولای شو، چې دغه واټن له منځ لاړ شي.
رادفر زیاته کړه، د ټولیزو رسنیو د کمېسیون په رامنځته کېدو سره رسنۍ ډاډمنې کیږي، چې د رسنیو تخطۍ او شکایتونه له قانوني لارو څېړل کیږي.
د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د شکایتونو د څېړنې او تخطیو کمیسیون ۴ ورځپاڼې، یوه نشریه او یو لیکوال احضار کړي و.
د ۸ صبح، اطلاعات روز، ماند ګار او جامعه باز مسول مدیران او همدا ډول د امیري خپرندویې مسول مدیر او د "خرد اواره" کتاب لیکوال علي امیري هغه کسان و، چې دغې کمېسیون ته رابلل شوي و.
د یاد وزارت دغه کار د خوالو رسنیو او د رسنیو د حقونو د ملاتړ بنسټونو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شو.
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخې ته یو شمير مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو او ورځپانه لیکونکو د ورځپاڼو مسول مدیرانو د احضارولو په اړه غبرګون وښود.
نوموړو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار استعداد وژنه یاده کړه او له یاد وزارت نه یې غوښتنه وکړه، چې باید پرې نه ږدي، چې د تېرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې د سانسور قرباني کړي.
د خبریالانو د حقونو د ملاتړ بنسټونو، افغانستان ورځپاڼه لیکونکو ملي اتحاديې د رسنیو د شکایتونو د څېړنو او تخطیو کمېسیون نا قانونه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په تېر کې دغه کمیسیون د رسنیو پر وړاندې د یوې حربې په توګه کارول کېده.
د افغانستان د ملي ورځپاڼو لیکونکو ملي اتحادیې وویل، د رسنیو د شکایتونو د څېړنو او تخطیو کمېسیون کې د علي احمد فکور شتون هغه څوک، چې د احضار پاڼو په پای کې لاسلیک کړی و ناقانونه دی.
د دې بنسټ په وینا له دې مخکې نوموړي د بشر حقونو په استازولۍ دلته کار کاوه اوس د بشر حقونو استازی نه دی او په دې کمېسیون کې شتون ناقانونه ده.
له بل لوري اجرایه رییس د وزیرانو شورا په پرونۍ غوڼده کې وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر دې د لسګونو عنوانو کتابونو د ممنوع الخروج او د ورځپاڼو د مسول مدیرانو د احضارولو په اړه وزیرانو شورا ته وضاحت ورکړي.
همدا ډول د مشرانو جرګې شکایتو ته د لاسرسي کمېسیون پرون ورځ عبدالباري جهاني د کتابونو د ممنوع الخروج او ورځپاڼو مسول مدیرانو د احضارولو په اړه دې جرګې ته وربللی و.
جهاني د اجرایه رییس او مشرانو جرګې ته په ځواب کې وویل، چې له دې کار نه یې د ورځپاڼو له مسولیونو سره لیده کاته و.
له هغې وروسته دغه شخړې راپورته شوې، چې کله یاد وزارت تهران کې د کتابونو په نړیوالۍ نندارتون کې د ۳۲ عنوانه بېلا بېل کتابونو ګډون منع کړ.
له دې خبر له خپرولو وروسته یاد ۴ ورځپاڼو د مطالبو په لیکولو سره د اطلاعاتو او کلتور پر دغه کار نیوکه وکړه او د نیوکه کوونکو په ډله کې د " اواره "کتاب لیکوال علي امري هم شتون درلود.





