عامې روغتیا وزارت: په وروستیو بریدونو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۴ ټپيان دي

وسله والو طالبانو تېره ورځ (چهار شنبه) ماسپښین ناوخته د کابل ښار پولیسو ۶ امنیتي حوزې پر ودانۍ او د ۱۲ ناحیې په یو امنیتي مرکز ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي برخې مسوول محمد اسماعیل کاووسي وايي، چې د کابل ښار په دواړو بریدونو کې ۱۶ تنه هېوادوال وژل شوي او ۴۴ تنه نور ټپيان دي.

دی وايي، د پېښې ټپیان د استقلال روغتون ته وروړل شوي، چې د ۱۰ ټنو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې یو ځانمرګي بریدګر لومړی له چاودېدونکو توک بار موټر د ۶ امنیتي حوزې شا دېوال سره وهلی دی او نورو بریدګرو ته یې زمینه برابره کړې ده.

دغه راز له دې بریده څو شېبې وروسته د کابل ښار ۱۲ ناحیې سیمه کې هم پر یو امنیتي مرکز طالبانو برید وکړ.

وسله والو طالبانو دوی ته په منسوب شوي وېب پاڼې او ټوېټر کې د بریدونو مسوولیت منلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام