د سلام وطندار موندنې ښيي، چې د هرات ولایت د پاسپورټ په مديريت کې د تخنيکي ستونزو په ګډون د مالي فساد خورا زياتې ستونزې شته.
دغه فساد له هغه ځایه پېليږي، چې په تېره کې د پاسپورټ اخیستلو سيمه ییز چارواکي کولی شوی، چې په مستقيم ډول په دغه پروسه کې لاسوهنه وکړي؛ نو له همدې امله ځينې د سيمه ییزو چارواکو له نفوذ څخه په استفادې دلالي کاوله او د بډو په اخیستو سره به يې د پاسپورټ اخیستونکو ته اسانه لاره ښوده.
اوسمهال یواځې په کابل کې برېښنايي پاسپورټونه ورکول کيږي، چې د پلازمينې د پاسپورټ په ریاست کې د پېسو اخیستو په مقدار کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو په هرات ولایت کې د پاسپورټ اخیستو درې میاشتنۍ پروسه د تور بازار دلالانو د لاسوهنې له پاره زمينه برابره کړې ده.
د هرات ولایت د پاسپورټ مدير خواجه محمداکبر صديقي وايي، چې د یاد ولایت د پاسپورټ په مديريت کې یواځېنۍ ستونزه د پاسپورټ په پروسه کې د همدغو با نفوذو سيمه ییزو چارواکو له قدرت څخه په ګټې اخیستو د دلالانو لاسوهنه ده.
نوموړی، چې دغه مديريت ته نوی ټاکل شوی زیاتوي؛ دوی ته ځينې مکتوبونه هم رسېدلي دي.
له دې سره سره سلام وطندار ته ځينې سندونه په لاس ورغلي، چې د هرات ولايتي شورا د ریاست پورې اړونديږي.
دغه سندونه ښيي، چې د ولايتي شورا د غړو له خوا د يوې میاشتې په اوږدو کې ( ۱۳۹۴/۲/۲۹ څخه تر ۱۳۹۴/۳/۲۴) ۳۱۸ تنه یواځې په درېيو مکتوبونو کې د هرات ولایت قومندانۍ ته د پاسپورټ اخیستو په هدف پېژندل شوي دي.
تر اوسه دا جوته شوې نه ده، چې دغه مکتوبونه د کومو مقرراتو او تعامل له امله د هرات ولایت د پاسپورټ مديريت ته استول شوي دي.
صديقي هم د دغو مکتوبونو شتون تايدوي او وايي، چې دغه مکتوبونه د هرات ولايتي شورا له ریاست څخه په مستقيم ډول د قومندانۍ مديريت ته استول شوي او په دغه برخه کې له پخوا نه له دغه ریاست سره هيڅ راز تعامل هم نه و شوی.
اخوا بیا د هرات د ولايتي شورا استازی حبیب الرحمان پدرام وايي، چې د دوی د موکلانو له بیا بیا مراجعه کولو څخه وروسته د ولايتي شورا غړي مجبوريږي، چې دغه موکلان د پاسپورټ اخیستلو مديريت ته ور وپېژني، خو په وينا يې دوی اصولاً باید په میاشت کې یو یا دوه تنه دغه مديريت ته ور وپېژني.
هغه د سلام وطندار د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې دې يوې میاشتې په دننه کې د هرات ولايتي شورا رییس کامران علي زايي په لاسلیک ۳۱۸ تنه د پاسپورټ اخیستو په موخه د یاد ولایت قومندانۍ ته پېژندل کيږي وویل، چې دغه سوال ته باید خپله د هرات ولايتي شورا رییس ځواب ووايي.
د هرات ولايتي شورا مشر کامران علي زايي هم سلام وطندار ته وویل، چې باید په هره میاشت کې دوه یا درې تنه قومندانۍ ته د پاسپورټ اخیستو په موخه ور و پېژندل شي.
هغه د دغې پوښتنې د ځواب په برخه کې، چې د ده له لوري څنګه د یوې میاشتې په ترڅ کې ۳۱۸ تنه معرفي کيږي څه ونه ویل او ځان يې تېر باسه.
جالبه دا، چې نوموړی په داسې حال کې د دغه شمېر کسانو د معرفي کولو څخه بې خبري ښيي، چې درې واړه مکتوبونه د ده په لاسلیک او مستقيم امر د هرات ولایت قومندانۍ ته استول شوي دي.
د غېر رسمي شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د هر پاسپورټ د امر په بدل کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانيو اخیستل کيږي، چې دغو شمېرو ته په کتو سره په يوه میاشت کې د ۳۱۸ تنو ټولټال ۶ سوه زره افغانۍ کيږي.
د هرات د ولايتي شورا رییس علي زايي سلاو وطندار ته د دغو مکتوبو پر لاسلیکولو بې خبري ښودلې او ويلي يې دي، چې درې واړه مکتوبونه د ولايتي شورا د امنيت د کمېټې رییس حبیب الرحمان پورې اړونديږي.
علي زايي زیاته کړه، چې د سپين ږيرو او نورو ملکانو د بار بار مراجعه کولو څخه وروسته دوی مجبوريږي، چې ځينې خلک د هرات امنيې قومندانۍ ته ور و پېژني، خو تر اوسه هم جوته شوې نه ده، چې دغه اجباري کار څنګه ترسره کيږي او له کومه ځایه څخه سرچينه اخلي؟
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د رسنيو له لارې داسې راپورونه خپاره شول، چې يوې ایرانۍ مېرمن توانېدلې، چې د هرات د پولیسو له قومندانۍ څخه د افغانستان پاسپورټ واخلي.
دا چې يوه ایرانۍ ښځې څنګه و کولی شول، چې د هرات ولایت څخه افغان پاسپورټ واخلي دا خپله سوال زېږونکې ده.
خو د دغه ولایت په مديريت کې اوسني وضعيت ته په کتو سره، د جعلي پاسپورټونو اخیستل داسې کوم ستونزمن کار نه برېښي.
تخنيکي ستونزې
د هرات ولایت د پاسپورټ د مدير په وينا، د اداري کادرونو د کمښت له امله دغه مديریت کولی شي، چې يواځې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو ته پاسپورټونه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۷ زرو څخه تر ۸ زرو پورې د پاسپورټ غوښتنليکونه شته، چې تر اوسه يې د پاسپورټ ورکړې له مرکزونو څخه امر نه دی ترلاسه شوی.
د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت له قومندانۍ څخه يواځې د پاسپورټ اخیستلو د امر له پاره باید له ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې انتظار وباسي.
باید وویل شي، چې دغه ځنډ په خپله بډې اخیستنې ته لاره هواروي، ځکه هغه خلک، چې د پاسپورټ اخیستلو ته بېړنۍ اړتيا لري؛ مجبوريږي، چې د ژر ترلاسه کولو له پاره يې پېسې ورکړي.
دغه قضیه په دې معنا ده، چې ځايي اوسېدونکي خپل بې ځایه انتظار په پېسو لنډوي.
د امر له اخستلو مرحلې وروسته د پاسپورټ رسمي کار پيلېږي.
اوس هر پاسپورټ اخیستونکی باید د اداري پروسې د پوره کولو له پاره باید له ۴۰ څخه تر ۴۵ ورځو پورې نور صبر هم وکړي.
وروسته که وکولی شي د نفوسو د احوال د ثبت مديريت تاييدي ترلاسه کړي د پاسپورټ د اخیستلو پروسه په مديريت کې د شخصي مشخصاتو پروسې ته داخليږي.
د پاسپورټ په مديريت کې د اداري مرحلو له بشپړېدو وروسته، اسناد د يو مکتوب سره ضميمه او د کابل ولایت د پاسپورټ ریاست ته استول کيږي، چې دغه پروسه بیا له ۱۵ څخه تر ۲۵ ورځو پورې وخت نیسي، چې دغه پاسپورټ چاپ او د هرات د پاسپورټ مديریت له خوا د دغه ولایت پاسپورټ اخیستونکي ته په لاس ورکړل شي.
د دغو شرایطو په شتون کې زیات شمېر خلک حاضر دي، چې د ۳۰۰ امريکايي ډالرو له ورکړې وروسته؛ دغه اوږده پروسه درې ورځو ته را لنډه کړي او پاسپورټ ترلاسه کړي.
په دغه برخه کې د باقر جمشيدي کیسه جالبه ده.
هغه تر شاوخوا دوو میاشتو پورې د پاسپورټ د اخیستلو له پاره انتظار ویستی دی؛ خو د هرات ولایت مديريت ته څو وارې مراجعه کوي او دی په هر وار له دغه مديريت څخه د رد ځواب اخلي، چې مجبوريږي د پاسپورټ اخیستلو له پاره کابل ته حرکت وکړي.
له هغه وروسته، دی د کابل ولایت د پاسپورټ ریاست ته مراجعه کوي، خو د نوم ليکنې پرمهال د پاسپورټ ریاست ادعا کوي، چې باقر پخوا هم يو پاسپورټ اخیستی و او د دویم ځل له پاره د ده غوښتنه نه منل کيږي.
په همدغه دلیل جمشيدي د ۱۵ ورځو له پاره په کابل کې زنداني کيږي، خو کله چې د کابل د پاسپورټ ریاست د باقر جمشيدي په اړه پوره معلومات لاس ته راوړي؛ نو دی بېرته ازاديږي، خو په هر صورت دغه تخنيکي تشه د دې لامل کيږي، چې یو اوسېدونکی د ۱۵ ورځو له پاره زندان ته واستول شي.
د هرات ولایت اوسېدونکې د سونيا په نامه یوه مېرمن هم د دغې ډلې د یوې بېلګې په توګه راوړلی شو.
د هغې، د مور او ۳ خويندو کارونه يې د هرات د پاسپورټ په مديريت کې بشپړ او کابل ته د پاسپورټ اخیستلو په موخه لېږدول کيږي.
خو له ۲ میاشتو وروسته ددغې کورنۍ پاسپورټونه هرات ولایت ته رسيدلي دي.
د کابل ولایت د پاسپورټ ریاست شاوخوا ۷۵۰ مکتوبونه هرات ولایت ته د اسنادو د نه تکميل له وجې مستردوي او وايي، چې د دغو خلکو په اسنادو کې د ستونزو له امله د یاد ریاست له لوري د پاسپورټ اخیستلو وړ نه دي بلل شوي.
په داسې حال کې، چې د سونيا په اسنادو کې هيڅ ډول ستونزه نه وه، خو هيڅ یو دولتي ارګان حاضر نه دی، چې په دې اړه ځواب ووايي.
په هرات ولایت کې د پاسپورټ د ورکړې ستونزمنه پروسه، د دغه ولایت د خلکو ذهن کې په یوې ناحل شوې معضله بدله شوې.
اوس سوال دلته را پيدا کيږي، چې ولې يو اوسېدونکی دې د يو پاسپورټ اخیستنې له پاره دومره ستونزې وګالي، په داسې حال کې، چې د پاسپورټ اخیستل د هر افغان قانوني حق دی.
دغه موضوع اوس په کراره – کراره په يو لوی ناورین بدله شوې ده، په داسې حال کې، چې د څو د ګوتو په شمېر اصلاحاتو په راوستلو سره هره ستونزه پای ته رسېدلی شي.





