د ناټو دفاع وزیران د بلجیم په مرکز بروکسل کې په داسې حال کې راغونډ شول، چې لومړي ځل له پاره یې افغانستان د بحث اصلي موضوع نه وه.
دافغانستان پرځای يې پر هغو ګواښونو تمرکز زیات و، چې کېدای شي د نړۍ ډیرو هېوادونو ته یې له امله زيان ورسيږي.
په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدا څخه وروسته په تېرو ۱۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د ناټو غړیو هېوادونو دفاع وزيرانو د تیرې پنجشنبې(د فیبرورۍ ۵) ورځې غونډې په اجنډا کې شامل نه و.
دا ځل اسلامي سخت دریځو ګواښ او د اوکراین له دولتي ځواکونو سره د روسیې په ملاتړ د بېلتون غوښتونکو شخړه د ناټو د دفاع وزیرانو پام ځان ته اړولی و.
اسوشیټډ پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي؛ د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د جګړې د نه شاملولو یو عمده علت دا و، چې د ملي وحدت اوسنی حکومت تر اوسه دفاع وزیر نه لري.
دناټو سازمان دغه ناسته هر کال دبلجیم په بروکسل ښار کې ددې تړون غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په ګډون جوړيږي، چې په تېرو کلونو کې به د افغان دفاع وزارت چارواکو هم په کې کډون کاوه.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستيال دولت وزيري سلام وطندار ته په يوې ځانګړې مرکه کې بیا د اسوشيتد پرس خبري اژانس دا خبره په کلکه ردوي، چې ګوندې هلته افغانستان ځکه په اجنډا کې شامل نه شو، چې دفاع وزير يې نه درلود.
هغه وايي، افغانستان د ناټو سازمان غړیتوب نه لري؛ نو ځکه په دغه اجنډا کې شامل نه و.
دولت وزيري زیاتوي: « هغوی د افغانستان څخه نورې مهمې پېښې لري، چې ورته اړینې وې، نو ځکه افغانستان یې د اجنډا برخه ونه ګرځېد دا چې دوی علت د افغانستان د دفاع وزير نشتوالی بولي دا د هغوی نظر دی، خو که افغان حکومت څخه يې رسمي دعوت کړی وای، نو کېدای شوای مونږ ورته سرپرست وزير په دغه غونډه کې د ګډون لپاره استولی وای.»
د پوځي چارو کارپوه جنرال حسین هزاره وایي، د ناټو غړو هیوادونو دغې موضوع ته بايد عادي ونه کتل شي.
افغان حکومت باید د ناټو غړو هیوادونو ناستې په اجنډا کې د افغانستان نه شاملول د یو خطر زنګ په توګه و ګڼي.
دی وایي؛ کومې ژمنې چې امریکا په ځانګړي ډول ناټو له افغان حکومت سره کړي او کومې غوښتنې چې دغو هېوادونو له افغانستانه درلودلې ځينې مهمې هغه يې نه دي عملي شوي.
د ده په وینا ناټو له افغانانو سره د ترهګرۍ له منځه وړل، د فقر کمښت، د فساد او مخدره توکو سره مبارزه او نورې مهمې ژمنې کړې وې، خو لیدل کیږي چې په ټولو برخو کې پاتې راغلي او په مقابل کې يې افغان حکومت هم خپلې وعدې نه دي عملي کړي.
دا په خپله د دواړو خواوو پر اړیکو منفي اغیزې کوي، چې د افغانستان له پاره یې ښه زیری نه شو بللی.
اسوشیتید پریس وايي؛ په یاده غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو قومندان جنرال جان کمپبل هم ګډون نه درلود.
کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د ناټو قومندانانو تل د ناټو په مهمو غونډو کې ګډون کړی اود پنجشنبې په غونډه کې د ناټو قومندانانو نه موجودیت هم کیدای شي د افغانستان په اړه د ناټو د نظر بدلون یو ښکاره نښه وي.





