
د وسله والو طالبانو له خوا د خبرداري ورکولو له امله فراه ولایت کې ټولټال ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي، دغه روغتیايي مرکزونه د دې ولایت په شیب کوه، پشت کوه، بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې له دوو ورځو راهیسې تړل شوي دي.
محمد ناصر مهري سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ویلي و، چې د دغو څلورو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دې جراحي څانګې فعالې کړي؛ خو مسوولو کسانو د رد ځواب ورکړی دی.
دی وايي، طالبانو له دې وروسته په دغو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ګواښ وکړ، چې اوس د خلکو په مخ تړل شوي دي.
مهري وویل، د فراه والي امنیتي بنسټونو ته امر ورکړی، چې د روغتیايي مرکزونو امنیت خوندي کړي.
د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق وايي، د طالبانو د خبرداري له امله د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې څو روغتیايي مرکزونه تړل شوي؛ خو یو شمېر نور فعاله دي.
شایق وویل، په دې برخه کې د سیمې له خلکو سره هم خبرې کړي دي.
د فراه ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي، د دغو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله خلک له ستونزې سره مخ دي.
مدني فعال جاوید تابش وویل، یو شمېر تړل شوي روغتیايي مرکزونه د فراه په ۲۵ کیلومترۍ کې موقیعت لري.





