طالبانو د زوی په جرم مور ووژله

د هلمند د والي ویاندعمر ځواک سلام وطنداره سره په مرکه کې ویلي دي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په نهرالسراج ولسوالي د یخچال په سیمه کې یوه مېرمن له دې کبله وژلې ده، چې زوی یې په دولت کې دنده لري.

ځواک وویل، چې وژل شوې ښځه سپین سرې او د پاخه عمر لرونکې مېرمن ده.

د هملند والي ویاند وايي، چې طالب اورپکو بې له کوم ثبوت څخه دغه مېرمن وژلې ده.

د وژل شوې مېرمنې نوم نه دی په ډاکه شوی.

له بل لوري د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر محمد بلال صدیقي سلام وطندار ته وویل، چې دوی په دې اړه څېړنې کوي، چې جوته کړي دغه پېښه څه ډول رامنځ ته شوې ده.

صدیقي د وسلوالو طالبانو دغه کار په کلکه غندلی او وایي، هیڅ کله باید داسې محکمې چی یو کس په عام محضر کې په ډزو، ووژني تر سره نه شي. ده وویل، چې وسله وطالبانو د اسلام او اساسي قانون خلاف عمل کړی دی.

نوموړي له حکومته وغوښتل، چې مجرم کسان دې ونیسي او عدلي قضايي ارګاونونو ته دې یې وسپاري.

په ورته وخت کې دهلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د وسله والو طالبانو دغه عمل نه بښونکی دی.

ده په هېواد کې له ټولو امنیتي ادارو وغوښتل، چې د دغه «کرغېړن» عمل عاملین دي ونیسي.

همدازار د هلمند ولایتي اداره وايي، چې نن (سه شنبې) د مارجې ولسوالۍ په پنځم بلاک سیمه کې یوه ښځه چې غوښتل یې له یوسیمې بلې سیمې ته لاړه شي په لویه لاره کې د طالبانو له لوري په ځمکه کې په ښخ شوي ماین ور برابره او ووژل شوه.

د دغو پېښو د مسولیت اخیستو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام