
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د پولهساتو ځواکونو د څلورمې لوا د ارکان رییس محمدظاهر توربای او د دغه ولایت د درېیم پولهساتي کنډک قوماندان له یوه بل کس سره یوځای له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دا پېښه بېګاه د نهرسراج ولسوالي په جهانزېب سیمه کې چې پر ۶۰۱ لویې لارې پرته ده، شوې ده.
د ځواک په وینا، یاده پېښه هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونو غوښتل د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه پیدا او له منځه یوسي او په وینا یې، د یوه ماین په چاودېدلو سره د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د هلمند د والي ویاند زیاتوي چې په یاده نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





