کندوز او جوزجان کې ۲۱د ملي اردو سرتېري او پوليس وژل شوي

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالب وسله‌والو تېره شپه د کندوز ښار «د شرکت بڼ» سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې په کې ۱۵ د ملي اردو سرتېري او ۴ محلي پولیس وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو له برید وروسته د امنیتي ځواکونو ټول پوځي مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند هجرات الله اکبري د طالبانو بریدونه تاییدوي خو وايي، ۳ محلي پولیس په کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

ویل کیږي برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو تراوسه یې کره شمېر نه دی معلوم.

طالبانو دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ۲۱۷ ميوند قول اردو د وياند مرستيال عبدالهادي جمال هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بريدونه تاييدوي؛ خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

په ورته وخت کې د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د اقچې ولسوالۍ امنيې قومندان محمد ايوب رحماني وايي، دا بريد په ياده ولسوالۍ کې د ګازو د پايپ ليکې پر پوستې شوی دی.

رحماني زياتوي، په دې پېښه کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېر ورته نه دی معلوم.

طالبانو تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا داسې مهال دی، چې وسله‌والو طالبانو په تازه‌ګۍ سره ویلي، له بهرنیو ځواکونو پرته یې د افغان ځواکونو پر وړاندې عملیات له سره پیل کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي تېره ورځ وويل چې طالبانو په تېره يوه ورځ کې د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې ۳۳ بريدونه کړي چې په پايله کې يې۶ ملکيان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې ۸ طالبان هم وژل شوي دي او ۱۵ نور نيول شوي هم دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام