د ننګرهار لاریون؛ صفر ۲ قطعې ګڼو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په ننګرهار کې سلګونه تنه د هغو وژل شویو کسانو له جسدونو سره یوځای لاریون ته راوتلي چې دوی یې ملکي وګړي بولي.

تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه دوه میاشتني ماشوم په ګډون ۱۴ ملکيان وژل شوي او دوې مېرمنې ټپيانې شوې‌دي.

ولسي خلکو نن سهار د روداتو ولسوالۍ اړوند حصارشاهي سیمه کې د جلال اباد ـ تورخم پر لار لاریون کړی‌و او دغه لاره یې د شاوخوا درېیوو ساعتونو له‌پاره تړلې وه.

لاریونوالو او د سیمې اوسېدونکیو رسنیو سره خبرو کې وویل، د تېرې شپې عملیاتو کې د دوه کاریګرو مېلمنو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او یوه مېرمن ټپۍ شوې‌ده.

د روداتو د شهیدانو مېنې اوسېدونکیو او لاریونوالو فاروق‌الله، حبیب‌خان او عبدالجبار سلام وطندار ته وویل، وژل شویو کې ماشومان، تنکي زلمیان او سپین‌ږیري شامل دي.

د دوی په وینا، وژل شوي ټول د درېیو کورنیو غړي دي چې د سیمې خلکو په وینا، هېڅ وسله‌والې ډلې سره یې اړیکې نه‌لرلې.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، عملیات تېره شپه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې د روداتو ولسوالۍ اړوند شهیدانو مېنه کې په درېیوو کورونو کړي‌دي چې د یو کور ۵، دویم کور کې ۲ مېلمانه او درېیم کور کې د یو ماشوم په ګډون ۶ لویان وژل شوي او همدې کور کې ۲ مېرمنې وژل شوې‌دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته یوازې همدومره وویل، چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې ـ چې د روداتو اړوند سیمه کې ترسره شوي ـ ځېنو کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ خو دا چې وژل شوي څوک او څومره دي؛ په‌دې اړه د حکومت له‌خوا څېړنې پیل شوې‌دي.

هاخوا د ننګرهار د امنیت آمر سمونوال مجتبی قیس رسنیو سره خبرو کې ومنله چې د دوی د لومړنیو معلومات له‌مخې، د تېرې شپې په عملیاتو کې ۱۱ کسان وژل شوي؛ خو په‌دې اړه د ښې روښانتیا له‌پاره سیمه کې د یوه باصلاحیته پلاوي څېړنې پیل شوي چې جزیات به یې وروسته شریک کړي.

د پېښې سیمې ته د دقیقې څېړنې په موخه د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست په مشرۍ د ورغلي پلاوي یو غړي مولوي حبیب‌الله جلال ابادي رسنیو سره خبرو کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکيان یاد کړل او زیاته یې کړه چې دغو کسانو په هېڅ وسله‌والې ډلې پورې تړاو نه‌لرلو.

ښاغلی ابادي دا ډول کړنې د حکومت بدنامي ګڼي.

تر اوسه نه‌ده معلومه چې د دغو عملیاتو اصلي موخه څوک وو.

د دوشنبې پر شپه د همدې ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې هم د کورنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ ملکيان وژل شوي‌وو.

د حکومتي سرچینو په وینا، تېرو درېیوو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲۳ ملکيان وژل شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام